The news is by your side.

د نظر کمزوري او ځان ژغورنه

په سترګو يا دماغو کې د ستونزې پيدا کېدو له امله د يوې يا دواړو سترګو نظر کمېږي. د اندېښنې وړ خبره دا ده چې که عينکې هم وکاروو، د نظر کمېدو ستونزه نه حلېږي، که څه هم د سترګو نظام سم کار کوي، خو ستونزه درلودونکې سترګه د دماغو لپاره دومره کار نه کوي، لکه څومره چې يوه روغه سترګه کوي.
دا مهال په ټوله نړۍ کې (۴۰) سلنه کوچنيان د ليد له کمزورۍ سره مخ دي.
د ليد کمزورۍ (Amblyopia) لاملونه په لاندې ډول دي:
کله چې د يوې سترګې په ليد کې د بلې په پرتله کموالی راشي.
د سترګو دروندوالی:
د نويو زېږېدليو ماشومانو په سترګو کې ګل يا پرده پيدا کېدل.
کله چې ناروغي زياته شي، نو په سترګو کې (رسولۍ) هم پيدا کېږي.
کله چې سترګې له پورتنيو ستونزو سره مخ وي، نو کوم عکس يا تصوير چې مغز ته ورکوي، نو د مفهوم يا مانا اخيستلو پر وخت ستونزې پيدا کېږي، چې له امله يې د متاثره سترګې تصوير نه قبلوي، همدا شان ورو ورو د سترګې کار کمزوری کېږي، چې دې ناروغۍ ته د سترګې سستوالی هم ويل کېږي.
کله چې د ماشومانو د دواړو سترګو ليد زيانمن شي، نو د ناروغۍ پته يې لګېږي، خو کله چې يې د يوې سترګې ليد زيانمن شي، نو بيا ورته مالومات نه کېږي چې د سترګې په نظر کې يې مشکل راپیدا شوی دی. دغه مهال يې په اړه فکر نه کوي، خو چې عمر يې ورو ورو ډېرېږي بيا ورته په ليد کې ستونزې راپيدا کېږي. کله چې بالغ شي، نو د نظر کمزورۍ له امله اندېښمن او نارامه کېږي، بيا يې د لامل پیدا کولو هڅه کوي، حال دا چې دغه کس له کوچنيوالي څخه د کم نظرۍ پر ناروغۍ اخته وي.
که په کوچنيوالي کې لاندينۍ نښې په انسان کې راپیدا شي، نو د ناروغۍ درملنه ستونزمنه نه وي:
د دواړو سترګو حرکت يو شان نه وي.
د لوست پر وخت د الفاظو په ادا کولو کې ډېر وخت لګول.
کله چې ماشوم ګوري، سر يې کوږ نيولی وي.
سترګې يې ژر ژر رپېږي.

هغه ماشومان چې والدين يې د سترګو پر ناروغۍ اخته وي، دوی هم کېدلای شي د سترګو پر ناروغۍ اخته شي. همدا شان که د يو ماشوم مور او پلار سګرټ څکوي يا بله نشه کوي، نو منفي تاثيرات يې پر ماشوم هم کېدلای شي. که د کوم نوي پيدا شوي ماشوم وزن کم وي، يا کوم پېرياني مرض ولري، يا يې ذهني توازن ګډ وډ وي، نو مور او پلار يې بايد ډېر جدي اووسي.
له دې ناروغيو څخه د ځان ژغورلو په موخه بايد د هر ماشوم چې عمر يې تر (۸) کلونو ورسي يو وار يې ټول طبي معاينات وشي، که نظر يې کمزوری وي، نو درملنه يې شونې ده.
د سترګو يو متخصص ويلي چې کله د يو ماشوم د يوې سترګې نظر کمزوری وي، نو روغه سترګه يې تړل کېږي او ماشوم ته سپارښتنه کېږي تر څو په کمزورې سترګه ډېر فشار راوړي او ډېر ليدل پرې وکړي.
په ځانګړې توګه ماشومانو ته داسې ښودنه کېږي تر څو هغوی کمزورې سترګه ډېره وکاروي. د بېلګې په ډول: د ټلوېزيون کتل، کتاب لوستل، نقاشي او داسې نور کارونه، تر څو دماغ هغه خړ يا ناواضح تصوير اخيستل په سم ډول پيل کړي کوم چې له کمزورې سترګې څخه ورته ورځي. خو دا تمرينات بايد تر اته کلنۍ د مخه ترسره شي، ځکه تر اتو کلونو وروسته بيا سترګې په خپل حال پاتې کېږي او تغير په کې ستونزمن وي.
لیکنه: فياض حميد

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance