د ګیله من ټپي کېدو افغان ملي لوبغاړي هم خفه کړي
د ګیله من وزیر په اړه د پخوانیو افغان ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني سربېره نورو مخکښو سیاسیونو، سندرغاړو، لیکوالو او شاعرانو خپله خواشیني څرګنده کړې او د نوموړي د عاجلې روغتیا دعاوې یې غوښتي.
د خواشینیو څرګندولو په دې لړۍ کې افغان کرکټ ملي لوبغاړو هم برخه اخیستې، د دوی له ډلې یې لومړی رحمن الله ګربز پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل:
((د پښتو خوږ ژبي او ولسي شاعر ګیلمن وزیر په ټپي کیدو نهایت خواشینی یم، د رب ذوالجلال څخه یې د ژر روغیدو غوښتنه کوم.
نوموړي د ګیله من وزیر انځور خپور کړی چې په انځور کې ګیله من او د هغه بچیان ښکاري او ورسره یې لیکلي: دا ګلالي ماشومان دې رب نه بې پلاره کوي.))
د نړیوال کرکټ وتلي ستوري او افغان ملي لوبغاړي راشد خان پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:
((د پښتو ژبې په ولسي او خوږ ژبي شاعر ګیله من وزیر باندې د برید په اړه سخت خواشینی شوی یم. د الله پاک له دربار څخه غواړم چې ژر تر ژره یې روغ کړي او بېرته یې له خپلې کورنۍ او بچیانو سره یو ځای کړي.))
همدا شان بل ملي لوبغاړي نور احمد لکڼوال پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:
((الله ج دې د پښتو خوږ ژبي او ولسي شاعر ګیلامن وزیر ته عاجله او کامله شفاء نصیب کړي.))
د دې تر څنګ نجیب الله ځدراڼ هم د ګیله من په اړه خواشیني څرګنده کړې او هغه ته یې له الله تعالی څخه د عاجلې شفا غوښتنه کړې.
همدا شان افتاب عالم هم پر انسټاګرام د ګیله من وزیر په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده او د هغه د عاجلې دعا غوښتنه یې کړې.
د یادونې وړ ده چې ګیله منوزیر د تېرې یکشنبې پر ورځ د څو نامالومه کسانو له لوري د پاکستان زړه اسلام اباد کې په چړو وهل شوی او تر اوسه په یوه روغتون کې په بېهوشه حالت کې بستر دی.
راپور: فیاض حمید