The news is by your side.

د ګیله من وزیر ټپي کېدو ته د پخوانیو افغان ولسمشرانو غبرګونونه

ګیله من وزیر چې د یکشنبې پر ورځ د نامالومو کسانو له لوري پرې حمله شوې او مرګوني حالت کې په یوه روغتون کې بستر دی، ملګري یې وغتیایي حالت نازک بولي، په اړه یې ګڼ شمېر مخکښو څهرو خپل غبرګونونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي.
د نومړي د ټپي کېدو په اړه مخکیني افغان ولسمشر غني پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:
د ګیله من وزیر له پاره چې په سخت ټپي حالت کې دی، له زرګونو هېوادوالو سره یو ځای له لوی رب العزت ج نه د سملاسي روغتیا هیله او دوعا کوم. د هغه د ملګرو او مینه والو ځوانانو هلې ځلې ستایم چې نه یوازې یې ځای ځای پرځای د هغه د درملنې له پاره کوي، بلکې نورې لارې هم لټوي.

پر ګیله من برید د ناځوانۍ وروستی حد دی، په کلکه یې غندم او هیله من یم چې ګیله من له دې نازک حالت نه د څښتن ج په فضل راووځي.
همدا شان پخواني افغان ولسمشر هم د نوموړي په اړه خپل غبرګون په دې ډول څرګند کړی:
پر ولسي فعال او خوږ ژبي شاعر ګیله‌ من وزیر برید چې له امله یې دی ټپي شوی ډیر خواشینۍ کړم. د لوی خدای (ج) له درباره ده ته د سملاسې روغتیا استدعا کوم.
د یادونې وړ ده چې ګیله من وزیر پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان حکومت د ظلمونو خلاف غږ پورته کاوه چې له امله یې څه موده مخکې زنداني او سخت ربړول سوی و، چې خپله ټوله کیسه یې د شعر په ژبه پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې وه، هغه د خپلې انقلابي شاعرۍ او پښتني فکر پر مټ پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر مینوال لري.

لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance