The news is by your side.

ملاريا ناروغي او د ځان ژغورلو لارې چارې

خبریال وېبپاڼه: ملاريا ناروغي او د ځان ژغورلو لارې چارېپه ګرده نړۍ کې د عامې روغتيا يوه لويه ستونزه ملاريا ناروغي ده، چې په دې ناروغۍ يوازې وروسته پاتې هېوادونه نه بلکې، پرمختللي هېوادونه هم اخته دي.

دا ناروغي په اسيا، افريقا او امريکا کې ډېره خپره ده، چې افغانستان هم يو له هغو هېوادونو څخه دی چې ملاريا ناروغي په کې ډېر وګړي ځپي، انسان ولې پر ملاريا اخته کېږي، د ځان ژغورنې لارې يې څه دي، په دې اړه مو درنو لوستونکو ته مالومات راجمع کړي، هيله ده په درد مو وخوري.

ملاريا د لاتيني ژبې څخه اخيستل شوې کلمه ده، چې مانا يې خرابه هوا ده، ملريا د پرازيت له امله خپرېږي، چې پلازموديم نومېږي، څلور ډوله لري، پلازموديم وي واکس، پلازموديم فلسيفارم، پلازموديم اووال او پلازموديم ملریا، په اسيايي هېوادونو کې يې پلازموديم فلسيفارم او پلازموديم اووالي پيدا کېږي، خو نور ډولونه يې په امریکا او افريقا کې شتون لري.

ملاریا ناروغي د غوماشي په واسطه انتقالېږي، خو دا عام غوماشي نه دي، بلکې يو ځانګړی غوماشی چې انافيل نومېږي، د ملاريا ناروغي انسان ته انتقالوي، کله چې انافيل غوماشی يو انسان وچيچي نو خپل سپوروزايتونه يا هګۍ د چيچل شوي انسان په بدن کې پرېږدي، چې بيا وروسته دغه مکروبونه د وينې سره کرويات خوري.

کله چې پر ملاريا اخته ناروغ د يو بل انافيل غوماشي له لوري وچيچل شي، نو انافيل غوماشی بيا دغه ناروغي له دغه شخص څخه بل روغ شخص ته انتقالوي.

د ملريا نښې نښانې:
شدیده تبه، يخني، انفلوينزا، ناراحتي، کانګې، بې اشتهايي، ستړيا، سر درد او داسې نور..

د ملريا تشخيص لپاره د وينې معاينات او ځينې وختونه PCR معاينات هم ترسره کېږي.

د ملاريا د درملنې لپاره يو څو ځانګړي درمل توصيه کېږي، ځينې وختونه د ځانګړو درملو تر څنګ پيچکارۍ هم توصيه کېږي، د بشپړې روغتيا لپاره اړينه ده چې ناروغ د درملو بشپړ ډوز پر خپل وخت او د ټاکلې مودې لپاره وخوري، په درمل خوړلو کې ګډوډي د ناروغۍ د لا پېچلتيا سبب کېدلای شي. که ناروغي شديده شوې وي، نو ناروغ بايد ژر تر ژره په روغتون کې بستر شي، لږ غفلت هم د مرګ سبب کېدلای شي.

له ملاريا څخه د ځان ژغورنې څلور پړاوونه دي، چې A,B,C او D نومېږي، چې موخې يې په لاندې ډول دي:
A : Awareness مانا پوهاوی، د ملاریا تبې پېژندل د دې ناروغۍ څخه د ځان ژغورنې لومړنی پړاو دی.
B : Bite avoidance مانا له غوماشو چیچلو څخه ځان ژغورل دي.
C : chemoprophylaxis مانا د درملو سم او پر وخت استعمال دی.
D : Diagnosis پر وخت د ملريا تشخيص د دې ناروغۍ د ناخوښو عواقبو مخه نيولای شي.

 

له ملاريا ناروغۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره څه بايد وکړو؟
په کورونو کې د اوبو ډنډونه بايد له منځه يوړل شي، د هغو لوخو چې اوبه په کې جمع کېږی، سرونه بايد پټ شي، له غوماشو څخه د ځان ژغورلو لپاره باید پشه خانې او دروازو ته جالۍ پردې وکارول شي، تر څو غوماشي ترې خونې ته داخل نه شي، وخت نا وخت بايد د غوماشو وژونکي درمل په کورونو کې وشيندل شي، د پوره لستوڼو لرونکې جامې بايد واغوستل شي، کوچنيان بايد د شپې له خوا په پشه خانو کې ويده شي، په ازاده فضا کې باید له پشه خانې پرته ويده نه شئ، په کور کې ډېراني مواد باید جمع نه شي، ژر تر ژره بايد اړونده ځای ته ولېږدول شي، که په کوم کس کې نښې نښانې وليدل شي، ژر تر ژره بايد روغتون ته د معايناتو لپاره ولېږدول شي.

فياض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance