The news is by your side.

پاکستانۍ رسنۍ او له ګيله من وزیر څخه یې ناخبري

خبریال وېبپاڼه: پاکستانۍ رسنۍ چې ګړندۍ رسنۍ ګڼل کېږي، په هېواد دننه ترې د خپراوي لپاره هېڅ کوچنی او لوی، با ارزښته او بې ارزښته خبر نه پاتې کېږي، پر ګيله من وزیر د بريد په اړه يې هېڅ خبر نه دی خپور کړی.

دا رسنۍ چې ډېری وختونه په ډېرو کوچنيو او بې ارزښته خبرونو ساعتونه ساعتونه شخوند وهي، د يو پېژندل شوي پښتون د احتمالي مرګ په اړه يې هېڅ يوه کليمه نه ده خپره کړې.
ګيله من وزير چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړی، ژبور شخصيت، انقلابي شاعر او شعوري پښتون دی، هر وخت يې په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستان حکومت له د پښتون وژنې او زورونې خلاف غږ پورته کړی، د يکشنبې پر ورځ د نامالومه کسانو له لوري ترور او تر سخت ټپي کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی، چې لا يې هم روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه دی او وخت ناوخت يې د مرګ خبرونه خپرېږي. دا پېښه په اسلام اباد کې ترسره شوې چې د پاکستان پلازمېنه ده، خو رسنيو يې د دومره مخکښ شخص د ترور په اړه هېڅ خبر نه دی خپور کړی. بل لور ته مخکښ پښتانه د هغه پوښتنې ته روغتون ته ورځي او پر ګيله من وزير بريد پر ټولو پښتنو بريد ګڼي.
ګيله من وزير لا هم په کوما حالت کې دی، چې جرمني ته يې د لېږدولو خبرونه هم راځي، خو د روغتيايي حالت د ډاډ په اړه يې هېچا ونه ويل، نه يې پاکستاني حکومت تر اوسه د لېږد غم وخوړ او نه يې رسنيو غږ پورته کړ، خو په ټولنيزو رسنيو جرمني ته د نوموړي د لېږد لپاره د (#provideAirAumblance2Gilamanwazir4betterTreatmentInGermany) ټرينډ هم د زياتو پښتنو له لوري خپور شو، خو لا يې هم د لېږد په اړه کره خبر نه شته.
د يادونې وړ ده چې پاکستانۍ رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ سره توپيري چلند کوي او په اړه يې هېڅ خبر نه خپروي، نه يې لاريونونو او پرلتونو ته پوښښ ورکوي، اوس يې د مرګ او پر پښتنو د ظلم په اړه هم خپر نه خپروي. پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو خبرونو او مالوماتو د شريکولو لپاره يوازې له ټولنيزو رسنيو کار اخلي.
فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance