The news is by your side.

نغمه: پښتنې خويندې دې ګيله من ته ځانګړې دعاوې وکړي

خبریال وېبپاڼه: نغمه ښاپېرۍ چې د پښتو وتلې سندرغاړې او شاعره ده، پر ټولنيزو د ګيله من وزیر د ټپي کېدو په اړه ويډيويي پيغام خپور کړی دی.

نغمه وايي: ډېره غمجنه یم چې د خپلو خلکو د حقونو غوښتونکی يو ځوان، قلموال، شاعر، بې وسلې او هنرمند شخصيت په اړه مې داسې ناوړه خبر واورېد. د ګيله من پر ټپي ځوانۍ او نازک روغتيايي حالت، د هغه پر ملګرو، کورنۍ غړو او ټولو پښتنو مې زړه ژاړي.
اغلې ښاپېرۍ د خپلو خبرو په دوام کې وايي: موږ به تر کله داسې ګل ګل ځوانۍ له لاسه ورکوو؟ تر کله به نه يو کېږو؟ نه پوهېږم په دې پېښه کې به د چا لاس وي، خو داسې يې زموږ نور ځوانان لکه ارمان لوڼی، عثمان کاکړ او نور ملګري شهيدان کړل، چې دا ټولې ورته پېښې دي. دا ډېره ناوړه پېښه ده ، چې لر او بر ټول افغانان يې خفه کړي دي، زه دوی ټولو ته تسليت وايم.

نوموړې زياتوي: ګيله من وزیر څو ورځې د مخه ما ته خپل شعر رالېږلی و تر څو په خپل غږ کې يې ثبت کړم، چې پښتنو خويندو ته يې ډالۍ کړی و، نو له خويندو مې غوښتنه ده چې ګيله من په ځانګړو دعاګانو کې ياد کړي، دا چې د هغه هيله وه، شعر يې زما په غږ کې وويل شي، زه يې اوس د زمزمه کولو توان نه لرم، خو څو کړۍ به يې درته دکلومه کړم:
(ښاپېرۍ نغمه په غريو نيولي او ژړغوني غږ د ګيله من وزير د شعر څو کړۍ دکلمه کوي)
زه پښتنه یم بې ننګي نه قبلوم لاليه
د ننګ ميدان ته څنګ په څنګ درسره ځم لاليه
ته به د حق چغې وهې د لښکر سر ته به ځې
زه به د ننګ ډکې مصرې درته کوم لاليه
الله دې نه کړي که شهيد شولې پر ننګ د وطن
په تار د زلفو به کفن درته ګنډم لاليه
همدا شان جاويد اميرخېل هم د ګيله من وزير په اړه خواشيني څرګنده کړې، روغتون ته د پوښتنې لپاره ورغلی.
فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance