The news is by your side.

نوین الحق: منفي ذهنیت لرونکو خلکو ته دې خدای ذهني ارام نصیب کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ اچوونکي نوین الحق هغه خلکو ته تند غبرګون ښکاره کړی دی، چې په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ په اړه منفي غږېدلي، یا یې هم له نورو هېوادونو غوښتنه کړې چې له افغانستان سره دې لوبې نه کوي.

نوین الحق په خپلو خبرو کې ویلي دي: ((تاریخ ټول هغه خلک یاد ساتي چې د وطن لپاره یې څه کړي او هغه خلک چې هیڅ یې نه وي کړي او تشې خبرې کوي، کرکه خپروي، د نورو پښې وهي او د نورو د ټیټولو هڅه کوي.))

نوموړي همدا راز زیاته کړې ده: ((منفي ذهنیت لرونکي خلکو ته دې خدای ذهني ارام او هدایت نصیب کړي، چې یو څه وکړي او یوه ورځ په ویاړ سره راښکاره شي او ټولو ته معلومه شي چې د هېواد د پرمختګ لپاره یې یو څه کړي دي.))

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د یو شمېر افغانانو په لمسون په انګلستان کې د پارلمان غړو د انګلستان کرکټ بورډ ته یو خط لېږلی و، چې په چیمپینز ټرافۍ کې دې له افغانستان سره لوبه نه کوي او په دې توګه دې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کړي.

خو د انګلستان کرکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړه او همدا راز وروسته ای سي سي هم وویل، چې د طالبانو د کړنو له امله د افغانستان لوبډلې او افغان لوبغاړو ته سزا نه شو ورکولی.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance