ایران بیا دوه افغانان اعدام کړل
د رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران حکومت په دغه هېواد کې یو ځل بیا دوه افغانان اعدام کړي دي.
ایران په داسې حال کې دغه دوه افغانان اعدام کړل، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپلو څرګندونو کې ویلي دي، چې افغانستان یې د کلیمې ورور دی.
نوموړي په خپلو دغه وروستیو څرګندونو کې دا هم ویلي دي، چې که څه هم افغانستان زموږ د کلیمې ورور دی، خو په اوبو کې خپل حق ورته نه پرېږدو.
د یادولو وړ ده، چې په ایران کې په تېر ۲۰۲۴ کال کې ۷۰ افغانان اعدام شوي و، چې په اړه یې د بشري حقونو سازمانونو راپورونه خپاره کړي.
ایران که څه هم یو خوا افغانانو ته د (کلیمې ورور) وايي، خو بل خوا په ایران کې له افغانانو سره سخت نا انساني ظلمونه هم روان دي، خو هر چا پرې خوله پټه نیولې ده.