یونس خان د افغانستان لوبډلې سلاکار ټاکل شوی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په راتلونکې چیمپینز ټرافي سیالیو کې پخوانی پاکستانی لوبغاړی یونس خان د سلاکار روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
یونس خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو له پخوانیو لوبغاړو څخه دی، چې په خپل وخت کې مشهور او بریالی لوبغاړی و او نوموړی له دې امله د افغانستان لوبډلې سلاکار ټاکل شوی دی، چې د چیمپینز ټرافي سیالۍ هم په پاکستان کې کېدونکې دي، نو نوموړی د پاکستان له لوبغالو او کنډیشن سره ډېر ښه بلد دی.
د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې په نړیوال جام کې افغانستان ډی جی براوو د ملي لوبډلې سلاکار ټاکلی و، ځکه یادې سیالۍ په ویسټ انډیز کې وې او د هغه ټاکلو افغانستان ته ډېره ګټه هم وکړه، چې افغانستان په لومړي ځل ډېرې سیالۍ وګټلې.
همدا راز د ۲۰۲۳ کال سیالۍ چې په هند کې وې افغانستان پکې هندی جډیجا د ملي لوبډلې سلاکار ټاکلی و چې افغانستان پکې سترې لاسته راوړنې لرلې.