The news is by your side.

نوین الحق د پاکستان سوپر لیګ کې نه لوبېږي

نوین الحق د پاکستان سوپر لیګ د ۲۰۲۵ کال پړاو کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده او په دې اړه یې په خپل انسټاګرام کې یو پوسټ هم کړی دی.

د پاکستان سوپر لیګ لسم پړاو سیالۍ سږکال د اپریل او مۍ په میاشتو کې ترسره کېږي، چې لا تر دې مهاله پورې د لوبغاړو د اخیستلو بولي یا ډرافټ مراسم نه دي ترسره شوي.

دغه لیګ ته د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر افغان لوبغاړو هم نوملیکنه کړې وه، چې له ډلې یې یو هم نوین الحق و، خو اوس نوموړي په دغه لیګ کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده.

که څه هم هغه دا وجه نه ده ښودلې، چې ولې په دغه سیالیو کې نه لوبېږي، خو ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونه په پي ایس ایل کې ښه کلونه و، خو سږکال پکې برخه نه اخلي او تر بل وخته پورې ستاسې له مینې مننه.

د یادولو وړ ده، چې نوین الحق په تېرو کلونو کې د پاکستان سوپر لیګ کې د پېښور زلمي او کوټې ګلیډیټرز لوبډلو لپاره لوبېدلی و.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance