اتمر: طالبان که د ښځو حقوق ونه مني، د سخت غبرګون سره به مخ شي
د افغانستان د پخواني جمهوریت پخوانی چارواکی محمد حنیف اتمر وايي، که چېرته طالبان د ښځو حقونه ونه مني، نو د یو سخت غبرګون سره به مخ شي.
نوموړي په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان دوه ورځڼۍ غونډه چې په اسلامي ټولنه کې د ښځو د تعلیم په اړه جوړه شوې وه، ستایلې ده او همدا راز له طالبانو یې هم غوښتنه کړې ده، چې د اسلامي هېوادونو غوښتنې دې ومني.
نوموړی وايي، چې د طالبانو له خوا په افغان ښځو او نجونو د زده کړو او کار کوم بندېز لګېدلی دی، دا بېخي په اسلام کې نشته او که چېرته طالبان د ښځو حقونه ونه مني، نو د خلکو، نړیوالې ټولنې او اسلامي نړۍ له سخت غبرګون او کرکې سره به مخامخ شي.
محمد حنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان نه همدا راز دا غوښتنه هم کړې ده، چې دغه ډول غونډو ته دې دوام ورکړي.