The news is by your side.

ایران: په زور به له افغانستان نه د اوبو حق اخلو

ایران یو ځل بیا د افغانستان سره د اوبو په لانجه کې ویلي دي، چې طالبان د دوی سره د اوبو شوی تړون نه مني او په وینا یې، چې له افغانستان نه به په زور د اوبو حق واخلي.

دا خبرې د ایران په پارلمان کې د پارلمان یو غړي کړي دي. د احمد بخشایش اردستاني په نوم دغه ایرانی وايي، چې طالبان دې ورته د د حق آبې د شوي تړون له مخې اوبه ورکړي.

خو بلخوا طالبانو بیا د ایران سره د اوبو په اړه بیا بیا ویلي دي، چې له ایران سره یې د حق آبې موضوع حل شوې ده او د موسی شفیق له خوا د شوي تړون سره سم ایران ته په اوبو کې خپل حق ورکوي.

د یادولو وړ ده، چې څو ورځو وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم سیستان ته په خپل سفر کې د اوبو په اړه غږېدلی و او ویلي یې و، چې افغانستان ته به د ایران څخه یو پلاوی ډېر ژر د مذاکراتو لپاره ولېږي، تر څو دوی ته د خپل حق سره سمې اوبه ورکړل شي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance