د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د بندیانو له کورنیو سره خبرې کړي
د امریکا ولسمشر جو بایډن د هغه بندیانو له کورنیو سره خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې د طالب واکمنو سره له تېر ۲۰۲۲ کال راهیسې بندیان دي.
د امریکا سپینه ماڼۍ وايي، چې د امریکا ولسمشر دغه خبرې د یکشنبې په ورځ کړي دي. نوموړي همدا راز له یادو کورنیو سره د هغوی د خپلوانو، چې په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي، د بېرته امریکا ته راوستلو ژمنه کړې ده او همدا راز دا یې هم ویلي دي، چې د دغه بندیانو په افغانستان کې ساتل ناسمه چاره ده.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د جو بایډن حکومت د جولای له میاشتې راهیسې د دغه بندیانو د خوشې کولو په اړه د طالبانو سره خبرې روانې کړي دي.
ویل شوي دي، چې طالبانو د امریکايي بندیانو رایان کاربټ، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي په بدل کې له امریکا نه په ګوانتانامو کې د بندي محمد رحیم الافغاني د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
څو ورځې وړاندې یو طالب چارواکي هم دا خبره تایید کړې وه، چې له امریکا سره یې د بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړي دي، خو دوی وویل چې اوس دغه خبرې د نوي حکومت تر راتلو پورې ځنډېدلي دي.