The news is by your side.

د پوځ له ناکامۍ وروسته د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو ته په جرګه شو

د پاکستاني پوځ له څو ورځو پرلپسې هڅو، تلاشیو او پلټنو وروسته هم چې دوی د اټومي انرژۍ یرغمل شوي کسان پېدا نه کړه نو اوس د پاکستان حکومت د قومي مشرانو یوه جرګه طالبانو ته ورلېږلې ده.

د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې د پښتونخوا په لکي مروت کې پاکستاني طالبانو د پاکستان د اټومي انرژۍ ۱۷ تنه کارکوونکي یرغمل کړل.

د پاکستان پوځ څو ورځې پرلپسې هڅې وکړي چې دغه کسان پېدا کړي او بېرته یې راخلاص کړي، خو دوی له ناکامۍ سره مخ شو.

د خبرونو له مخې، د پاکستان د پوځ له ناکامۍ وروسته اوس د پاکستان حکومت یوه قومي جرګه پاکستاني طالبانو ته ورلېږلې ده، تر څو د اټومي انرژۍ یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

په خبرونو کې راغلي دي، چې پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت ته شرط ایښی دی، چې لومړی دې د دوی ټول نیول شوي خپلوان خوشې کړي، نو دوی به بیا د اټومي انرژۍ نیول شوي کارمندان دوی ته وسپاري.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance