The news is by your side.

کرزی: د کرکټ ملي ټیم د افغانستان نوم او ملي بېرغ ځلانده ساتلی

د افغانستان کرکټ سره د ځینو هېوادونو د سیاستوالو له خوا د لوبو د لغوه غوښتنې وروسته د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ملي لوبډلې په اړه خپلې څرګندونې کړې دي.

حامد کرزي په خپله فېسبوکپاڼه کې ویلي دي چې د کرکټ لوبډلې د افغانستان نوم او ملي بېرغ ځلانده ساتلی دی او هیله یې ښکاره کړې ده چې لا ډېرې بریاوې دې هېواد ته ورپه برخه کړي.

نوموړي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: ((د کرکټ ملي ټیم او د گران هېواد ټولو ویاړلو لوبغاړو د سپورت په ډګر کې د خپلو افتخاراتو په ذریعه د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلانده ساتلی.))

هغه همدا راز زیاته کړې ده: ((د افغانستان خلک تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ او تشویق کړی او هیله لري چې دوی د خپل زیار او استعداد پر مټ لاډیرې کامیابۍ گران هېواد ته ور په برخه کړي.))

د یادولو وړ ده، چې لومړی د برېتانیا د پارلمان ګڼ شمېر غړو د انګلستان کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې وه، چې په چیمپینز ټرافۍ کې دې له افغانستان سره لوبه نه کوي، خو انګلستان کرکټ بورډ یې یاده غوښتنه رد کړه.

همدا راز بیا د سویلي افریقا یو وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې، خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ یې خبره نه ده منلې او بلخوا ای سي سي هم ویلي دي، چې د طالبانو د کړنو سزا افغان لوبډلې او افغان لوبغاړو ته نه شو ورکولی.

همدا راز د برېتانیا د کلتور او ورزش وزیرې لیزا ناندي هم د افغان لوبډلې ملاتړ کړی دی او د انګلستان کرکټ بورډ پرېکړه یې ستایلې ده، چې ویلي یې دي، له افغانستان سره به خپله لوبه لغوه نه کړي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance