The news is by your side.

هند کرکټ لوبډله له درې سترو لوبغاړو محرومه شوه

د (2024) م کال شل اوریز نړیوال جام د جولای پر شلمه نېټه د هند پر اتلولۍ پایته ورسېد، د هند تر بریا وروسته د کرکټ نامتو هندي لوبغاړي ویریات کوهلي اعلان وکړ چې له نړیوال شل اوریز کرکټ سره خدای پاماني کوي او دا یې د لوبيز ژوند وروستۍ نړیواله شل اوریزه سیالي وه.

دا په داسې حال کې چې نوموړي په ۵۹ توپونو ۷۶ منډې جوړې او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.
د ویرات کوهلي په تعقیب د هند لوبډلمشر روهیت شرما هم له نړیوال کرکټه استعفا اعلان کړه او تر دې وروسته به نړیوال شل اوریز کرکټ نه ترسره کوي.
اوس تازه د کرکټ معتبرې وېبپاڼې کریک انفو خبر خپور کړی دی چې د هند لوبډلې پیاوړي الراونډر لوبغاړي رویمږندرا جدیجا هم له نړیوال شل اوریز کرکټ سره خدای په اماني کړې.
کوهلي، روهېت او جدیجا د هند کرکټ ملي لوبډلې درې هغه کلیدي لوبغاړي و چې د کرکټ په درېواړو فارمټونو کې لوبېدل چې دوی هر یو یې د خپلې لوبډلې لپاره خورا ښه کرکټ کړی او ګڼ ریکارډونه یې په خپل نوم کړي. د دوی.ناڅاپي استعفی د کرکټ مینوال حیران او خفه کړي، خو لوبغاړي هڅه کوي.چې په داسې یږه موقع له کرکټ سره خدای پاماني وکړي چې د دوی استعفا او هغه شېبه دواړه نه هېرېدونکي وي.

د اسیایي لوبغاړو په اړه مشهوره وه چې ډېر وخت کرکټ کوي او ژر له کرکټه لاس نه اخلي، خو د یادو درېواړو لوبغاړو استعفا د خلکو دا خبره هم ناسمه ثابت کړه.

د یادونې وړ ده چې درېواړه مستعفي لوبغاړي به په تجارتي شل اوریزو، ملي پنځوس اوریزو او ټسټ سیالیو کې لوبېږي.

راپور: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance