The news is by your side.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېيمه غونډه نن په دوحه کې پيلېږي

خبریال وېبپاڼه: په دوحه کې ترسره کېدونکې غونډې ته د طالبانو په استازولۍ د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ شپږ کسيز پلاوی هم رسېدلی دی.
روزمري ديکارلو چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سياسي چارو او سولې برخه کې مرستياله ده د يادې غونډې مشري پر غاړه لري، نوموړې د يادې غونډې هدف په سيمه کې د افغانستان سوله ييز ژوند، خپل مکلفیتونه پوره کول او په نړيواله ټولنه کې د افغانستان شريکېدل ياد کړي.
د نوموړې په وينا په دغې درېيمه غونډه کې به افغانان، د هغوی ګاونډيان، سیمه او نړيواله ټولنه پر ګڼو ننګونو خبرې اترې وکړي، خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې په دې غونډه کې به د کومو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ولري.

بل لور ته ذبيح الله مجاهد په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وايي چې د دوی د خبرو تمرکز به په دوه عمده موضوعاتو وي چې اقتصادي او د مخدره موادو موضوعات دي، خو زياتوي چې د افغانستان د ابادۍ لپاره هر فرصت په لاس راځي، موږ ترې استفاده کول غواړو.
مجاهد د ښځو د کار او تعلیم په اړه وايي چې دا موضوعات زموږ داخلي موضوعات دي او په داخل کې به يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د حل لاره ګورو، تر څو د ښځينه ضرورتونه پوره شي او له دې موضوعاتو مخالفتونه راپورته نه شي او هېواد مو بيا په جګړه کې ښکېل نه شي.

د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو نه ګډون هغه موضوع ده چې غبرګونونه يې راپارولي دي، تر دې د مخه د دوحې په غونډه کې د ښځو او انجونو نه ګډون د ملګرو ملتونو د يو اړوندې کمېټې له لوري غندل شوی او په ياده غونډه کې يې د افغان مېرمنو د ګډون غوښتنه هم کړې ده.
ا.ا ويلي چې په هغه غونډه کې به ګډون ونه کړئ چې د افغانستان په استازولۍ ورته بل څوک بلل شوي وي يا په بېلابېلو نومونو په کې د افغانانو په استازولۍ ګډون وکړي، د ذبيح الله مجاهد په وينا که افغانان له بېلابېلو ادرسونو په دغه غونډه کې ګډون وکړي، نو دا په دې مانا چې موږ اوس هم وېشل شوي يو او لا هم د نورو له لاسوهنو خلاص نه يو.

د يادونې وړ ده چې له دې مخکې د اسلامي امارت د ډېر ټينګار په پايله کې افغان مېرمنې او مدني ټولنې د دوحې ناستې له اصلي غونډې ويستل شوي و.

راپور: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance