The news is by your side.

افغان مېرمنې: موږ لومړی تعليم او بيا کار کول غواړو

خبریال وېبپاڼه: پر ښځينه وو د تعليم تر بندېز وروسته ا.ا د (۲۰۲۲)م کال په دسمبر مياشت کې په موسساتو او ځينو نورو ادارو کې د ښځينه وو پر کار هم بندېز ولګاوه ، چې دې پرېکړې ګڼ شمېر هغه کورنۍ چې ښځينه وو يې سرپرستي کوله له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې.
يادې پرېکړې همهغه مهال په کور دننه او بهر د نړيوالو ادارو، ښځينه وو ته حق غوښتونکو ټولنو او عامو خلکو غبرګونونه راوپارول چې ځينو نړيوالو ادارو خپل غبرګونونه په دې ډول څرګند کړل:
ملګري ملتونه: د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي زیات نفوس له مرستو محروموي. دا د ښځو پر وړاندې یو بې رحمه چلن دی، دا د ښځو پر ازادۍ، د هغوی پر ونډې او د هغوی پر غږ ناوړه برید دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د (۱۲) هېوادونو چې اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، امریکا، فرانسه، جرمني، اټیالیا، جاپان، ناروې، سویس، هالنډ، بریتانیا په کې شامل و، په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي وو: د سرپرست حکومت دا نوی اقدام د میلیونونو افغانانو ژوند، چې بشري مرستو باندې متکي دي؛ ګواښ سره مخ کوي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د يادې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي: کار ته لاسرسی د بشري حقونو هغه اصل دی چې د نړۍ د ټولو هېوادونو له‌خوا منل شوی دی.
یوناما : د ملګرو ملتونو “ادارې له ښځینه کارکوونکو پرته خپل فعالیتونه” او د اړمنو خلکو “مرسته نه شي کولای.
د ماشومانو ساتنې سازمان: د ښځو پر کار بندیز ماشومان سختو کارونو ته اړ کوي.
د دې تر څنګ ګڼو هېوادونو او نورو نړيوالو بنسټونو په خپل وار د ا.ا د يادې پرېکړې د ناخوښو پايلو په اړه يادونه کړې او له هغوی يې د يادې پرېکړې بېرته اخيستلو غوښتنه هم کړې وه.
بل لور ته د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد د يادو غبرګونونو په ځواب کې ويلي و چې په موسساتو کې د ښځينه وو پر کار بندېز د افغانانو داخلي موضوع ده او ملګري ملتونه او نورې ادارې بايد درناوی ورته وکړي.
پر کور دننه هغه مېرمنې چې د یادې پرېکړې له پلي کېدو سره بې دندې شوې دي وايي چې کورنۍ يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دوی نه شي کولای چې د خپلو کورنيو د ساتلو لپاره له کوره بهر دندې ترسره کړي.
ځينې مېرمنې چې بې دندې شوې دي، په خپلو کورونو کې يې پر لاسي صنایعو پيل کړی او د غالۍ اوبدلو، جامو ګنډلو، ډوډۍ پخولو، په کورونو کې ماشومانو ته د تدریس او ځينو نورو خدماتو له لارې خپلې کورنۍ ساتي، خو په خپلو کارونو کې ناخوښې دي او وايي چې دا کار يې مجبوري ده او د کورنۍ ضرورتونه نه پوره کوي.
دوی له ا.ا څخه غواړي چې افغان مېرمنو ته د کار او انجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، دوی وايي: موږ د دندې او تعليم کولو لپاره د ا.ا هر ډول شرایطو منلو ته چمتو يو.
د يادولو وړ ده چې شاوخوا درېیم کال روان دی چې افغان انجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو څخه محرومې دي.

راپور: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance