The news is by your side.

تعلیم د ملت رېښتینی ځواک دی

خبریال وېبپاڼه: ‏په هر انسان کې د پوهې او استعداد یوه خزانه پټه ده، او تعلیم د دې خزانې کیلي ده. تعلیم د انسانانو پټ ظرفیتونه څرګندوي او هغوی ته وړتیا ورکوي چې د خپلې ټولنې لپاره مثبت بدلونونه را منځته کړي. هر وګړی، که هغه ښځه وي که نارینه، په ځان کې ځانګړې وړتیاوې لري چې کولی شي د ټولنې پرمختګ او سوکالۍ ته وده ورکړي. تعلیمتعلیم د یو ملت ریښتینی ځواک دی، او د تعلیم له لارې هر ملت کولی شي خپلې ستونزې حل کړي او د پرمختګ په لور ګامونه پورته کړي.

‏ طالبانو د افغانو نجونو د خزانو کیلي له ځانه سره نیولې دي. د طالبانو له لاسه افغانې نجونې او ښځې خپل ظرفیتونه او استعدادونه نه شي څرګندولای، چې دا د ټولنې د پرمختګ او مثبت بدلون مخه نیسي. هغه ټولنه چې خپل ماشومان او نجونې له تعلیم څخه بې برخې کوي، هیڅکله پرمختګ ته نشي رسیدلی. نجونې او ښځې، چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، باید د تعلیم او پوهې څخه برخمنې شي، تر څو خپلې وړتیاوې وښيي او په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

‏د دې وضعیت چې اصلي عاملین یې طالبان دي. پایله دا ده چې د افغانو نجونو او ښځو د زده کړې او پرمختګ مخه نیول شوې، او دا نه یوازې دوی، بلکې ټوله ټولنه له پرمختګ څخه شاته پاتې کوي. پوهه هغه یوازینۍ رڼا ده چې موږ ته د پرمختګ لاره راښيي. تعلیم یوازینی لاره ده چې کولی شي دا وضعیت بدل کړي او ټولنې ته رڼا او سوکالي راوړي. هر ماشوم، که هغه هلک وي که نجلۍ، حق لري چې زده کړې وکړي او خپل پټ استعدادونه او وړتیاوې څرګند کړي، تر څو په راتلونکي کې د خپل وطن لپاره یو مثبت بدلون رامنځته کړي.

‏د تعلیم په نشتوالي کې، ټولنه د فقر، ناپوهۍ او تیارو په لومه کې نیول کیږي. هغه خلک چې تعلیم ته لاسرسی نه لري، د ځان او خپل هېواد لپاره په پرمختګ کې پاتې راځي. علم او پوهه د بدلون او پرمختګ اساس دی، نو، د افغانو نجونو او ښځو د تعلیم مخنیوی یوازی د دوی حق نه بلکې د ټولنې راتلونکی هم له خطر سره مخامخ کوي.

‏افغانستان هغه وخت پرمختګ کولی شي چې هر وګړی یې، که هغه ښځه وي او که نارینه، تعلیم ته لاسرسی ولري او خپلې وړتیاوې څرګندې کړي. د تعلیم په واسطه، موږ کولی شو چې افغانستان کې مثبت بدلونونه رامنځته کړو. تعلیم د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ اساسي عنصر دی او هیڅوک باید له دې حق څخه محروم نه شي. د افغانو نجونو او ښځو لپاره د تعلیم دروازې پرانیستل، نه یوازې د دوی حق دی، بلکې د ټولنې راتلونکی او پرمختګ تضمینوي.

‏زموږ ولس باید د تعلیم لپاره زیار وباسئ، ځکه چې تعلیم د ژوند په هره برخه کې د انسان ملګری دی. تعلیم هغه ملګری دی چې هیڅکله انسان یوازې نه پرېږدي او په هر حالت کې د انسان د لارې ملګری وي . د پوهې او تعلیم په مرسته، موږ افغانان کولی شو خپل راتلونکی په خپله روښانه کړو او د نړۍ په پرمختګ او سیالۍ کې برخه واخلو.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance