The news is by your side.

د کابل او کندهار اختلاف نور بربنډ شو!

خبریال وېبپاڼه: له کله، چي د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې په نړیوال 2024 م کال جام کي پرله پسي بریاوې تر لاسه کړې ان تر سیمي پاینل پوري ورسیدل، ورسره سم په هیواد کي د ولسونو په خاص ډول د ځوان کهول پر شونډو یې خوښي راوړه او دغه بریاوې یې په جشنونو ولمانځلې.

دلته دوه2 خبرې دي اول: په ټول هیواد کي ددي بریاؤ د لمانځلو تصمیم ونیول شو، خو شته حاکم نظام په ختیځ کي ځوانان دومره ازادۍ ته پریښودل، چي ان څوک یې د جمهوریت سره توپیر نه شي کولای.
ځوانانو اتڼونه وکړل، سندرې یې وږغولې، ملی بیرغونه یې له ځانو سره ولیږدول او د طالبانو د بیرغونو مخه یې په خپلو جشنونو کي ونیوله.

له دي سره سم د حاکم نظام ځواکونو ددي جشنونو ډیر ښه امنیت ونیوی، په جلال اباد کي یې بیخې په خپلو رینجر یا د پولسو په موټرو کي ځوانان لیږدول او په خوست کي یې د اور وژنې د موټرو په واسطه پر خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې په خاطر ځکه اوبه وښیندلې، چي د زیاتې ګرمۍ لکبله د مرګ ژوبلې خطر موجود ؤ.

ددي ټولو باوجود په جنوب لویدیځ زون کندهار کي هم د کرکټ د ملی ټیم وروستیو بریاؤ ته ځوانان سخت ډیر خوشحاله ؤ، په سوشل میډیا، لکه: فیس بوک، ټویټر او واټساپ ګروپونو کي یې یو پر بل ږغ وکړ، چي مازدیګر به د عینو مینې پر عمومي سیټا چوک سره راټولیږي او دغه ورځ به په مستیو لمانځي.

بدبختانه، چي دا مهال په افغانستان کي یو بام او دوه2 هواوې چلیږي، چي هغه ټول څه دلته په لویدیځ کي ناروا دي کوم څه، چي په ختیځ کي ځوانانو د کرکټ د ملی ټیم د بریاؤ په خوشحالي کي وکړل.

دلته په لویدیځ زون کندهار کي د ځوانانو له دي اعلان سره سم، چي د کرکټ د ملی ټیم د بریاؤ د لمانځلو لپاره به راوځي او دغه ورځ به په خوښیو لمانځې، د پولسو د امنیت امر سمدستي د خپلو حوزو پر امرانو باندي په سوشل میډیا یا واټساپ ګروپانو کي ږغ وکړ، چي د ځوانانو د را یو ځای کیدو مخه دي ونیسي، نه دي پریږدي، چي څوک دغه ورځ ولمانځي همداسي هم وشول.
اوس سوال دادی: که د کابل او کندهار ترمینځ اختلاف نه وي او طالبان اوامرو ته په خپلو کي سره پابنده وي، نو; بیا څنګه کیدلای شي، چي په ختیځ کي دي د کرکټ بریاوې په جشنونو لمانځل کیږي او په لودیځ کي دي بیا پر دي کار بندیز وي او ناروا یې بولي حال دا، چي پولس په طالبانو کي د هغه ځواکمن کس مربوط دي، چي پدې وروستیو کي عمومي نظر ښودلې د طالبانو د امرالمومنین ملا هیبت الله ځای ناستی که ؤ همدغه خلیفه سراج الدین حقاني به وي، چي د کندهار د پولسو د امنیت امر یې یو مامور ګڼل کیږي.

زما په شخصي نظر یا طالبان پر دوه2 ډلو ویشل شوي، چي د خلیفه سراج الدین حقاني په ختیځ کي پادشاهي ده او د ملا هیبت الله اخند په لویدیځ کي.

که داسي نه وي، نو; بیا خلیفه سراج الدین حقاني قصدآ دا کار ځکه وکړ، چي دنیاوالو ته یې یو ځل بیا ثابته کړه، چي موږ د ولسونو د هغو حقونو خلاف نه یو، چي خدای پاک ورکړي، نه یواځي ځیني اخیستي مو نه دي ننګه مو هم کړې.
څوک، چي د ولسونو ازادي صلبه وي، پر حقه حقوقو یې ځان اچولی، د ژوند خوښۍ یې ځینې اخیستې هغه په کندهار کي حاکم دي او دا د خلیفه صاحب د امرالمومنین له امر څخه بغاوت هم ګڼل کیدلای شی.

خلیفه سراج الدین حقاني اوس ځان دومره مطرح کړی، چي ان پرون په ویانا کي د طالبانو د مخالفینو په غونډه کي د هزاره قوم یو مشر محمدمحقیق هم وویل، چي په طالبانو کي سراج الدین حقاني هم د جنګ سړی دی او هم د سولې سړی دی، له دي نرمښت څخه داسي مالومیږي، چي سراج الدین حقاني غواړي راتلونکی په عمومي توګه د طالبانو لخوا یو مطلق قوي رهبر پاته شي او تر ده پورته بل څوک نه وي.

لیکوال: حیات پښتون

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance