The news is by your side.

ای سي سي: د طالبانو له وجې افغان کرکټ ته سزا نه ورکوو

د چیمپینز ټرافي سیالیو رانږدې کېدو سره سم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې د نه کولو یا لوبې لغوه کولو غږونه هم پورته شوي دي، خو ای سي سي هم دغه غږونو ته خپل غبرګون ښکاره کړی دی.

تر ټولو مخکې د انګلستان د پارلمان غړو د خپل کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې په چیمپینز ټرافۍ کې دې له افغانستان سره لوبه لغوه کړي او په دې توګه دې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي.

خو د انګلستان کرکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړه، همدا راز د سویلي افریقا یو وزیر هم د خپل کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره دې لوبه نه کوي او له دې لارې دې طالبانو ته خپل غبرګون ورښکاره کړي.

اوس تازه د ای سي سي ویاند له یوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې ای سي سي به هیڅکله هم د طالبانو د کړنو له امله د افغانستان ملي لوبډلې او لوبغاړو ته سزا ورنکړي.

هغه همدا راز زیاته کړې ده، چې د طالبانو د کړنو مسوول افغان لوبغاړي نه دي.

د یادولو وړ ده، چې افغان لوبغاړو بیا بیا د نجونو د تعلیم لپاره خپل غږ په ټولنیزو رسنیو کې پورته کړی دی او د دوی د حقونو لپاره غلي نه دي ناست.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance