افغانستان د زمبابوې لوبډله په ټېسټ کې هم ماته کړه
افغانستان په دویمه ټېسټ لوبه کې په پنځمه ورځ زمبابوې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او له دې سره یې د ۲ ټېسټ لوبو لړۍ هم په ۱-۰ سره په خپل نوم کړه.
په دغه لوبه کې چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۷ او دویمه پاڼۍ کې ۳۶۳ منډې کړې وې، په ځواب کې یې زمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۳ او په دویمه پاڼۍ کې ۲۰۵ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره په دویمه پاڼۍ کې رحمت شاه ۱۳۹ منډې کړې وې او عصمت عالم ۱۰۱ منډې جوړې کړې وې، چې دا د عصمت عالم لومړنۍ ټېسټ لوبه هم وه.
په دویمه پاڼۍ کې همدا راز راشد خان ۷ لوبغاړي وسوځول، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې هم ۴ ویکټې اخیستې وې او په دې لوبه کې یې ۱۱ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادولو وړ ده، چې د ټېسټ لوبو لړۍ له ګټلو مخکې افغانستان له زمبابوې نه د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټلې او له دې سره یې د زمبابوې دغه سفر هم پای ته ورسېد.