دوه زره پنځه ویشت ۲۰۲۵: زموږ د تاریخي امتحان کال
نړیوال آبر قدرتونه چې په نړۍ کې د جګړو ودرولو او دوام ورکولو صلاحیت لري، پر دوی غږ کوو چې ایا تاسو به په نړۍ کې خپل جنګونه ودروئ او که لا مو هم د انسانانو پر وژنه او وینه بهوولو خوا سړه شوې نده! د نړۍ د آبرقدرتونو پر مشرانو غږ کوو چې د انسانانو وژل او خونړي جنګونه په نړۍ کې د سولې، ثبات او خوشبختۍ تضمین نشي کولای، بلکې باید له ډپلوماسۍ او ډیالوګ څخه د ستونزو او شخړو په حل کې کار اخیستل د نیکمرغۍ لپاره ضروري دي.
همدغسې په هغو آبر قدرتونو چې په نړۍ کې د سیاست او اقتصاد مخکښان دي، هغوی باید پر خپلو کړنو او تګلارو د انسانیت د ښیګڼې په موخه یو ځل بیا کتنه وکړي. په نړۍ کې له جګړو زیږیدلي مهاجرتونه، فقر او بې عدالتي، نړیوال روغتیايي بحران او په نړیواله کچه د پراختیا نا انډوله وده، هغه مهم ټکي دي چې د ځمکې پر سر د انسانانو د نیکمرغۍ په وړاندې خنډونه رامنځته کوي او او بني نوع انسان ژوند یې له ګواښونو او بدمرغیو سره مخامخ کړی دی. نړۍ کې باید نور د خونړیو جنګونو دوام بند، په یوه نوم او بل نوم د انسان وژنه بنده او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره اساسي کار وشي.
باید یاده کړم چې نوی ۲۰۲۵ کال د افغانانو لپاره هم یو لوی تاریخي امتحان دی. افغانستان او افغانان په نړۍ کې له ډیرو خطرناکو چیلنجونو حتا له هویتي او وجودي ګواښونو سره مخامخ دي. جدي اړتیا ده چې ټول افغانان پر یو ټغر کېني او خپلو ورپېښو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي. په تاریخ کې داسې سخت ترین امتحان پر افغانانو نه وو راغلی او دا امتحان یوازې پر یو لوري هم ندی، بلکې زموږ د ټولنې ټول اقشار، که څوک تحلیل ګر دی، که سیاستوال دی، که دیني عالم دی، که روڼ اندی دی، که خان دی، که ملک دی، که سوداګر دی، که لیکوال دی، که عادي هیوادوال دی؛ ټول له دې امتحان سره مخامخ یو او لوی مسؤلیت لرو چې په ښه ډول له دې ازمایښت څخه بریالي ووځو.
- تحلیلګر او لیکوال مکلف دی چې د وضعیت د سمون او عامه ذهنیت لپاره رغنده ملي نظریات وړاندې کړي.
- سیاستوال مکلف دي چې په داخل او خارج کې ملي ګټې خوندي کړي، په نړۍ کې افغان ولس د نورو ولسونو تر څنګ د یو سیال ملت په توګه متجسم کړي، ټولنه معقول او ګټور لوري ته رهبري کړي، د ولس ستونزو هواري ته په ملي او بین المللي کچه مثبتې حللارې پیدا کړي، د ټول ولس د غوښتنو، نظریاتو او زمانې مطابق ټولنیزې پرمختیا ته وده ورکړي او حاکمه ډله خپله حکومتولي د ولس او زمانې له روحیې سره برابره کړي.
- دیني علما باید ټولنه کې د تفریق پر ځای د وحدت، اتفاق او تحمل تبلیغ وکوي. د نفرت پر ځای د مینې او احترام ارزښتونو ته ارجحیت ورکړي. همداشان د منبر له لارې افغانان دې ته راوبولي چې په خپل منځ کې سره کیني او خپل مسایل حل کړي. دوی دې پر اوسنیو حاکمانو غږ وکوي چې د نجونو او ځوانانو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزي او اوس چې په افغانستان کې کومې بدبختۍ روانې دي، د دې په له منځه وړلو کې خپل نقش ادا کړي.
- روڼ اندي، باید ټولنه کې د ظلم، بې عدالتۍ، نا برابرۍ ختمولو او د ټولنې د ودې، سعادت او نیکمرغۍ لپاره خپل قلم او هنر په خورا مهارت او حکمت سره وچلوي.
- خان او ملک باید د ټولنې واقعي غږ وګرځي او د ټولنې رښتیني استازولي وکوي.
- عام وګړي باید نور د چا په درواغو او پروپاګند ونه غولیږي. هر څوک چې یې له ښه ژوند، وطن، احترام، تحمل، اتفاق، علم، پوهې او نورو لوړو ارزښتونو سره کرکه او دښمني پیدا کوي؛ په هیڅ صورت د دغسې خلکو ملاتړ ونکړي او بالعکس دې همدغه خلک یادو لوړو ارزښتونو ته راوبولي.
- حاکمه ډله باید سر خلاص کړي چې په دې ډول امکان نلري چې په افغانستان کې دایمي سوله راشي. دوی باید داسې پراخ بنسټه فرصت برابر کړي چې هر څوک پکې خپل ځای وویني.
- په داخل او خارج کې نور افغان لوريو ته هم دا امتحان دی چې څنګه په اتفاق او اتحاد سره په خپل منځ کې سره کېني، خپل ټول عمیق مسایل اوملي غوښتنې سره مطرح او بحث کوي او بلاخره یوې ګډې او رغنده حللارې ته رسیږي.
هیله ده چې ټول لوري به د بین الافغاني خبرو اترو او افغانستان له اوسني وضعیت څخه د خلاصولو په امتحان کې بریالي شي. پر خپل بې ځایه غرور به پښې کیږدي. او نوربه هغو ستونزو ته چې په خارج او داخل کې د افغانانو د خپګان باعث ګرځیدلې دي، د پای ټکی کیښودل شي. هیله ده چې په ۲۰۲۵ کې به په وطن کې داسې یو حالت راشي چې هر افغان پکې ځان دخیل، محفوظ، ارام او سوکاله وګڼي!
لیکوال : عبدالجبار نعیمي