:د واخان د پاڼو مهم اصول
لیکوال: فضل حق حقمل
دغه پاڼې د ستراتيژیکو ارزونو د دودولو، فکرونو هڅولو،او بنسټیزه کولو په موخه چمتو کېږي. کېدای شي په راتلونکې کې لوی هېواد لپاره د ستراتيژیکو نظریاتو د ټولگې حیثیت ترلاسه کړي. دغه سند لاندې څلور برخې لري:
لومړۍ برخه د ولسونو پر لویو پرېکړو باندې د جغرافیې اغیزې تر ارزونې نیسي. دوییمه برخه د جغرافیې او ستراتيژيک دود ترمنځ د مستقیمې اړیکې ځانگړې بېلگې وړاندې کوي. درېیمه برخه د افغانستان ستراتيژیکې جغرافیې اړوندډ فرصتونو او ننګونو ته ځانگړی شوی. وروستۍ برخه، د لوی هېواد د جغرافیوي تشکل او چاپېریال اړوند پوښتنې وړاندې کوي.
«یوازې هغه سیاستوال چې کولای شي خپل سیاسي او ستراتيژیک فکر د یوې کروي نړۍ او څو اړخیزې جګړې په چوکاټ کې مدغم کړي، خپل هېوادونه په لرې شخړو او جګړو کې له ښکېلېدو څخه ژغورلی شي.» – نیکولاس سپایکمن
د هېوادونو په ستراتيژیک دود کې د جغرافیې رول
لومړۍ برخه: پر لویو پرېکړو باندې د جغرافیې اغېزه او نفوذ
جغرافیه د هېوادونو په ستراتيژیک دود کې اړین ځای لري. پوځي او دفاعي ستراتيژۍ نه ګالل کېدونکيمحدودیتونو سره مخامخوي. جغرافیه د نړي په اړه د سیاستوالو او پوځي نخبو اند او انگېرنه په ژوره توگه اغیزمنوي. ان د ولسونو پریکړې کله محدودوي او کله یې پاروي. پر جغرافیه په جیوپولیتک ادبیاتو کې ډېر بحث شوی او ځینو لیکوالانو ورته د ستراتيژۍ مور ویلي دي.
دوییمه برخه:جغرافیه او ستراتيژيک دود
روسیه: له پېړیو را پدېخوا، د روسیې ستراتيژیک دود د جنوبي کاسپین سمندر(Caspian Sea)،د ازوف سمندر(Azov Sea) او له تور سمندر (Black Sea) څخه شکل اخلي. یاد سمندرونه روسیې ته د ستراتيژیکو لارو اهمیت لری، چې په بالکان (Balkan)، مدیترانې (Mediterranean) او منځني ختیځ(Middle East) سیمو کې خپلو اقتصادي او پوځي گټو (لکه گرمو اوبو) ته د رسېدو لپاره گټه ترې اخلي. د پخواني شوروي اتحاد له پرځېدو ورسته نه یوازې چې روسیې په یادو سیمو کې خپل نفوذ له لاسه ور کړ، بلکې سویلي پولې او سمندرونه یې د جیوپولیتکي سیالیو او رقابتونو پر ډګر بدلې شوې. دغه وضیعت د روسیې اندېښنې وپارولې او د دغه هېواد وروستي پوځي خوځښتونه او پر یوکرین یرغل له همدې اندېښنو سره تړاو لري.
هند: د همالیا غرونه چې د هند په شمال کې موقیعت لري د دې هېواد لپاره د طبیعي دفاعي او امنیتي کمربند حیثیت لري. په همدې موخه یې له نیپال او بوتان هېوادونو سره اړیکي غښتلي کړي دي. هندیانو په ۱۹۷۱ کې د بنگلدیش له آزادۍ څخه ملاتړ وکړ. د دغه ملاتړ له لاملونو څخه یو یې هم پوځي و. هند نه غوښتل چې په خپل شرقي (بنگلدیش) او شمالي(کشمیر) گاونډ کې له پنجاب سره یو وخت په دوو جگرو کې گیر شي. سمدستي یې له دغې ستراتژیکې موقع څخه په گټې، بنگلدیش ملي واکمنۍ ته ورسوو او په دې توگه یې پنجاب له خپل گاونډ څه وشړه.
د امریکې متحده ایالتونه: په ختیځ کې د اتلانیتک (Atlantic Ocean) او او ارام یا پسفیک (Pacific Ocean) سمندرونه او په سویل او لویدیځ کې کمزوري گاوڼدیان د امریکې د ستراتيژیک دود اړینې برخې گڼل کېږی. یاد سمندرونه په طبیعی توگه د امریکې امنیت او خوندیتوب ډاډمنوي.دغه طبیعی ځانگړتیا د خپلو پرمختگونو له لاملونو څخه گڼي.
سویس: د آلپ د غرونو سلسله پر لویه کچه د دغه هېواد پر ستراتيژیک دود او امنیتي سیاستونو اغېزه کړی. دغه غرونه او ناهمواره جغرافیه سیوس ته طبیعي دفاع وړاندې کوي او له یرغلونو یې ژغورلی دی. له همدغو غرنیو پولو څخه په استفادې، سویس په دواړو نړیوالو جگړو کې د بېطرفۍ سیاست خپل کړ.
درېیمه برخه: د افغانستان ستراتيژیکه جغرافیه
لوی هېواد مو د فرهنگونو د تېرېدو لاره یادېږي. غرونه،درې، سیندونه ، او کانونه د افغانستان د جغرافیې له ځانگړتیاو څخه بلل کېږي. د واخان دهیلېز په گډون، د هندوکش، پا میر، کوه بابا، سیاه کوه،او پاتې نور غرنۍ جغرافیه د افغانستان جیو پولیتیک حالت ته شکل ورکوي او د افغان په تاریخي مقاومت کې یې لوی رول لوبولی.
پر دغه فوق العاده جیوپولیتک حالت او تشکل سربېره، موږ په وچه کې کلابند او گاونډیانو ته احتیاج یوو.
وروستۍ برخه: بنسټيزې پوښتنې
د لوی هېواد ستراتيژیک چاپېریال له ابهام څخه ډک دی او حاکمه ډله افغانانو ته ځان مسؤل نه گڼي. همدغه ابهامي سیاق او سباق ته په پام لاندې پوښتنې د بحث د لا ودې لپاره در سره شریکوو:
۱) خپل کانونه او زېرمې څنگه خوندي کولای او ژغورلی شوو؟
۲) ویل کېږي له جغرافیې څخه شناخت، د وطنپالنې لامل کېږي. موږ دغه اصل ته څنگه کار کولای شوو؟
۳) هېواد مو په وچه کې کلابند دی. دغه وضیعت څنگه بدلولی شوو؟
۴) غرونه، درې، او په ټوله کې دغه غرنۍ جغرافیه څنگه په خپل سیاسي او ستراتيژیک فکر کولو کې ور گډولی شوو؟