The news is by your side.

غلطه شمېره

لیکوال: مانو اورښت

يو لړ نظريات داسې شته چې انسانان گډه ذهني دنيا لري او په دې دنيا کې سره وصل دي. کله کله دوه بېل بېل انسانان هم ورته فکر او تصور کولای او په يو بل پوهېدلی شي. د دې خبرې د ښې روښانتيا لپاره «خوب» تر ټولو ښه مثال دی. مونږ يو څوک په خوب کې سرگردان او گډ وډ وينو، بيا يې چې په ويښه پوښتنه وکړو، يا ناروغ وي او يا څه ستونزې سره مخ وي. خو دا شايد ډېر کم پېښ شي، چې مونږ په دې وپوهېږو چې له پلاني کس سره ذهني وصل يو. اکثريت وخت دا وصل په خلا بدل شي، مونږ په ځان کې يوه ورکه احساسوو؛ بيا نه پوهېږو چې مونږ څه او څوک غواړو، بس يوه سرگرداني د انسان په ذات کې رامنځته شي، هاخوا او دېخوا پسې گورو؛ کله کله خو د خپلې ورکې شک په داسې چا وکړو چې په پای کې يوازې افسوس راته پرېږدي. له دې نه دا هم مالومېږي، چې انسان په ژوند کې يو ځل مينېږي، کله چې دوهم ځل مين شي، د خپلې اولې مينې نښې په دويمه مينه کې لټوي، په دې ډول شايد انسان څو څو ځله مين شي، يا خپل هدف ته ورسېږي او يا نه. خو دا بيا بيا مينېدل، همغه اولی لټون دی چې د ورکې لپاره شوی دی. ( کټ مټ لکه غلطه شمېره چې کېکاږې)

اوسني پوهان خو دا هم وايي چې (له څه سره چې مينه لرو، بېلتون يې حتمي دی).
دا همغه مغالطه ده چې د ورکې په لټون وتلي نه دي توانېدلي چې خپله جوړه پيدا کړي. بس په دې فلسفې تسلي کوي چې په مينه کې بېلتون حتمي دی. په مينه کې بېلتون حتمي نه دی، د خپلې جوړې پيدا کول حتمي دي، خو انسان چرته کولای شي چې په دومره ډېرو انسانانو کې هغه څوک پيدا کړي، چې لا يې څېره نه ده لېدلې او نوم خو يې بېخي اورېدلی نه دی. بس دا د زړونو او روح تړون دی چې کله کله رامنځته کېږي او د انسان ذاتي خلا پرې ډکېږي.

مونږ د ناکراريو په داسې يو جهان کې اوسېږو چې هر څوک په دې باور دی، چې دوه انسانان په يو ډول نه پيدا کېږي، يو ډول فکر او نظر نه لري او په يو وخت کې د يو بل په زړه نه پوهېږي؛ دا ناکرارۍ په اصل کې همغه خلاوې دي چې د انسانانو په ذات کې د يوې ورکې په لټون راپيدا شوې دي. کله کله خو دوه کسان ډېر نږدې سره ناست وي او يو بل نه شي درک کولی او کله کله بيا دوه انسانان د يو بل په زړه او حال له ډېر ليرې هم سره پوهېدی شي.

د ورکې دا لالهاند احساس له انسان سره په فطري توگه ملگری دی. څوک په سرابونو کې د خپلې تندې غوړپ پسې ځغلي او څوک خوشبختان بيا دريابونو ته پکې ورسېږي؛ دا ډول خوشبختان به ډېر کم وي چې خپله ورکه يې پيدا کړې وي او د ذات له سرگردانۍ خلاص وي.

_ ايا تاسو په دې باوري ياست چې اوسنۍ کېکاږلې شمېره مو سمه ده؟

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance