شخصيت او تخليق
لیکوال: مانو اورښت
فرانز کافکا د شلمې پيړۍ د داستاني ادبياتو له وتلو ليکوالو څخه دی، چې په څيړنه او تحليل ارزي. د کافکا په ځينو داستانونو کې د ژوند فلسفه کله کله بېخي بې مانا شي، ځکه خو د هغه چا ښه دمه پرې کېږي، چې ناهليۍ پسې اخيستی وي، ژوند يې تنگ او بې مانا وي. ظاهرا خو داسې ښکاري چې کافکا پخپل ژوند کې له عجيبو او غريبو حالاتو سره مخ شوی، خو که په تخليق کې د پنځگر شخصيت راگډ کړو، نو بيا پرېکړه کولای شو، چې ليکوال په رواني لحاظ روغ دی، که ناروغ.
د کافکا په مسخه داستان کې مرکزي کرکټر سامسا دی، چې سهار له خوبه پاڅي، گڼې پښې، پنډ او دروند وجود لري، بې حاله او بې تاله پروت وي او په يوې حشرې بدل شوی وي. د کافکا او سامسا د نوم د تورو شمېر، وزن او اهنگ له مخې ويلای شو چې خپل نوم يې مستعار کړی او دا کرکټر راوي نه، بلکې اصلي کافکا دی.
په (پلار ته ليک) اثر کې يې له گيلو مانو، شکايتونو او زړهچادون د کافکا د رواني اړخ ښه اندازه لگولی شو. له کوره تېښته، له ځانه تېښته او يوازېتوب يې دا څرگندوي چې کافکا په رواني لحاظ جوړ نه و؛ داسې ښکاري چې ډېر وخت يې ډېرې وړې خبرې ځانته لويې کړې دي؛ داسې ځکه ويلای شو چې کافکا پخپلو ډېرو اثارو کې پخپله راوي دی. انسان د خپلې فطري خاصې له مخې د خپل ځان او نورو تر منځ د قضاوت خپله تله هر وخت درنوي.
بل ځای خپلې معشوقې ملينا ته ليکي:
“زه خراب او بې کاره یم، بله دا چې د رشتو په ساتنه کې مې هم چنداني خوند نشته.”
دا هم د کافکا د رواني ناروغۍ يو ښه ثبوت دی چې ټولنيز ژوند ته يې پکې ملا ماته شوې ده او له ټولو اړيکو به پروا دی، پخپله اعتراف کوي چې زه د نورو د پاللو نه يم.
خو که کافکا ناروغ نه وای، هيڅکله به يې داسې اثار نه وای پنځولي او د وتلو ليکوالو په کتار کې به نه و راغلی؛ مانا دا نه چې ليکوال بايد د ښې لیکوالۍ لپاره حتمي ناروغ ووسي، خو کوم کيفيات چې کافکا داستان کړي دي، بل لیکوال دا تجربې په دې ډول د ليکوالۍ په لوښي کې نه شي ځايولی.
_ په هر صورت، کافکا د داستاني ادبياتو يو وتلی نوم دی، په دې بهانه چې کافکا رواني ناروغي لرله، مونږ يې د اثارو کمی نشو بيانولی. دلته د رواني گډوډيو علتونه هم بايد له پامه ونه غورځول شي، د کافکا په رواني حالت د اغېز علتونه هم ضرور د يادولو دي.
که د فرانز کافکا د اثارو ارواپوهنيزه کره کتنه او څېړنه وشي، نو وبه وايو چې ډېرې سمې يې کږې اورېدلې او لېدلې دي.
د کافکا په څېړنه کې ټولنه او د ده رواني حالت دواړه بايد په پام کې ونېول شي، ځینې خلک نسبت نورو ته ژر تعامل نشي کولای، چې دا د شخصيت او روان بحث دی.