افغان لوبډله له هند وروسته سریلنکا او ایرلینډ سره لوبلړۍ لري
خبریال وېبپاڼه: د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله له هند سره د درې شل اوریزو لوبو سربېره له سریلانکا او ایرلنډ سره هم لوبلړۍ لري.
افغان کرکټ بورډ پرون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې افغان لوبډله هند سره د روانې جنوري له ۱۱مې تر ۱۷مې د درې شل اوریزو لوبو سربېره له سریلانکا او ایرلنډ سره لوبلړۍ لري.
د کرکټ بورډ په وینا افغان لوبډله د روان کال فبروري میاشت کې سریلانکا ته د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه سفر کوي.
بورډ همدا راز ویلي، چې د همدې میاشتې له ۲۸مې نېټې د مارچ تر ۱۸مې پوري د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه د ایرلېنډ لوبډلې کوربه توب کوي.
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله هند ته رسېدلې او راتلونکې دوشنبه د جنوري ۱۱مه به لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه له هند سره ترسره کړي.