The news is by your side.

منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکې لایحه اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د اکتوبر پر دویمه په خپله وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د راتلونکو کارونو لپاره د لایحې اعلان وکړ.
مونږ د نوموړي دا وینا په لیکنیزه بڼه لیکلې، ترڅو یې درانه لوستونکي ولولي.

ستړي مه شئ، هرکلی مو کوم!

له مودو راهیسې په پښتون وطن یو لوی درد تیریږي، نه یې وګړي، محفوظ دي، نه یې وسائل، نه یې ژوند او نه یې هم د ژوند طرز.
پر وطن د قام درد، د وینو، د شکوو او غمونو یوه لویه دوره ده چې تېرېږي.
د دغې پر خلاف په ۲۰۱۸ کې PTM جوړ شو؛ نو لا تر اوسه په مزاحمت کې دی، لا تر اوسه پورې د خپل وطن وګړي را بیداروي او د دې ظلم او جبر پر خلاف یې دروي.

له دې پرته د دې قام سره او د دې قام له ټولو مظلومانو سره یو لار هم نشته ما سیوا د وطن د وګړو چې هغه راپورته شي او هغه یو څه عمل وکړي.

په موجوده وخت کې دا وطن یو ځل بیا داسې حالاتو سره مخ شو، چې هغه ترخه وه، هغه د تکلیف وه او بیا په داسې وختونو کې چې دلته ریاستي جبر زیات شو، په هر ډول سیاسي اجتماع بندیزونه وه، هیچا جرئت نه شو کولای چې په داسې وختونو کې دوی یو لویه اجتماع وکړي د قام او د وطن په خاطر.
یقیناً PTM په داسې وختونو کې فیصله وکړله، چې موږ به حتی د دغې واکدارانو تر ټولو لوی ځای اسلام اباد کې هلته به جلسه کوو او د خپل قام او وطن خبره به کوو.
د PTM مشرتابه ته پته وه، چې د دې به نتایج ترخه وي؛ خو یو طرف ته به قام له ترخو او سختو حالاتو سره تېرېده، بل طرف ته به موږ ته ترخې پایلې مخ ته راتلې.
موږ د ځان والا قبول کړل؛ خو موږ پر وطن ترخې ناخوالې داسې په چوپه خوله نشو منلی.
پښتانه راټول شول؛ خو چې کله پښتانه راټولېدل په اسلام اباد کې، ریاست جبر شروع کړو، ظلم یې شروع کړو زموږ ۱۳۰۰ ملګري په مختلفو لارو ونیول شول، ووهل شول؛ خو بیا هم تر ټولو لویه جلسه وشوه.
د هغې نه پس هم کریټ ډاون شروع و، هم کریټ ډاون شروع و او هم په لویه کچه باندې د PTM خلاف پروپیرا ډاون شوه.

په زور باندې، په جبر باندې، د ټوپک په خولو باندې زموږ ملګرو سره په قیدخانو کې هر هغه سلوک وشو، چې انسان یې بیانولی نه شي.
دوی هلته په زور د PTM نه خلک لرې کول، چې ته بیان وکړه، چې نور نه یم او په بهر ته د پروپاګنډۍ په ذریعه باندې د PTM او د عامو ولسونو په منځ کې یا د PTM د ځوانانو د مشرتابه په منځ کې داسې یو فکر خورول چې د دوی په منځ کې بېلوالی راشي، بې باوري راشي.

یقیناً دا اوله ورځ نه ده چې داسې کېدل، چې یو ځل PTM جوړ شوی، نو د زور، تبلیغ او خبرو له لارې زموږ د بدنامۍ کوششونه شوي.

هر ډول تنظیم او هر ډول خلک استعمال شوي دي، چې څنګه وکړی شي، چې د پښتنو دا غږ او دا د مظلومیت غږ غلی شي؛ خو زه افرین وایم ملګرو ته، چې د اولې ورځې نه واخله تر نن ورځې پورې دوی مقابله کړې ده.
دوی نور هم په خپل قامي موقف، بیانیه او په خپل هوډ باندې، ارادو باندې نور هم مظبوط شوي دي او لا هم سفر کوي، نور هم مظبوطېږي.
اوس چې کله کریټ ډاون شروع شو هغه ملګري چې جېل ته لاړل، په مېړانه یې جیل تیر کړ.
زموږ هر ډول ملګرو د خپلې برخې قرباني ورکړې ده.

کوم ملګري چې په بهر هېوادونو کې وه، په یورپ کې وه هغو هم په یوه منظمه طریقه سره دلته جواب ویلو او وکیلان او نور هغه تنظیمونه، چې سم عالي تنظیمونه دي.
د هغوی ملګرتیا داسې یو منظم شکل جوړ کړو چې د سټیټ ریاست او ریاستي ادارو دا یو ظلم او دا د جبر لړۍ یعنې په ډېر منظمه طریقه پیسټ کړله، ورته ودرېدلو.

محترمو ملګرو!
دا هر څه کېږي دا څه ستاسو ذاتي دشمنۍ نه دي
دا څه داسې نه ده، چې ستاسو څه ذاتي خبرې دي د هغو په بنیاد کېږي دا د دغه وطن ممکالمه ده.
دا ستاسو د لوی تاریخ، د دغې قام د هغې مزاحمتي بیان د ژوندي ساتلو جواب دی، چې تاسو ته ملاوېږي.
په دغې تشدد باندې یواځې ستاسو د دغې لارې نه له بېلولو پرته بل هدف نشته
په دغې پروپیګنډو باندې یواځې تاسو بې باوره کول په خپل قام او قامي بیان او قامي تحریکونو باندې، بل څه نشته دی.
یعنې پروپیګنډا چې کوي څه وایي، فقط دا کار ولې نه کوئ؟ هغه مو داسې او هسې؛ خو ته چې هغه کار وکړې دوی به بله راوباسي، بیا چې هغه بل وکړې دوی به بله راوباسي.
دا د دې لپاره نه دي چې دوی په رېښتیا تاسو کې اصلاح غواړي.
زه رېښتیا درته وایم په اوس وخت کې تر PTM ښه مزاحمت لویو، سوچه د دغې وطن د مظلومیت خبره بل چیرته ده؟
داسې نه ده چې څه غلطي به لري، هېڅ نشته دی، ټول صحیح دي؛ خو هغه مسلسل چې کوم کېږي هغه یواځې د نفرت دپاره او بې باورۍ دپاره کېږی.
خو زموږ ملګرو!
دا جبر، تشدد او هر ډول د دوی د لارې نېول دي، چې کوم اړخ و هغه دوی وزغمو، برداشت یې کړو او نن هم په خپله خبره ولاړ دي.
د ریاست نه ونه شوه، په ظلم او جبر هم ونه شوه، که په دې هم ونه شوه چې ته ویډیو په جوړه کړې، چې زه نه یمه.
هغه چې راوتلو اول بیان یې د دغې تحریک پلیټ فارم و چې زه دلته یمه.

محترمو!
ټول هغه تن او وګړي چې په دې حالاتو کې یې د تحریک ملګرتیا کوله مننه او د تحریک ټولو ملګرو ته هغه که یورپ کې دي او که دلته دي ټولو ته آفرین او هر ډول چې چا په دې وخت کې وخت تېر کړو هغو ټولو ته آفرین
یوه خبره د منظم کېدو ده.
د ملګرو نه بار بار موږ په جلسو کې وعدې اخلو، چې باید تنظیم جوړ کړئ او ښه یې جوړ کړئ.
د یو کلي ملګري تر هغې پورې چې د PTM ملګري وي د مرکز له اړخه راځي یا د صوبې له اړخه راځي، تر هغې پورې تاسو د یو بل سره کنټکټ سیټ کړئ او صوبه ذرې چې کوم تنظیمونه دي هغه باید انتظار ونه کړي.
باقي چې زموږ کومه دوره تنظیمي لګیا وه د جنوبي يښتونخوا لس سلسلې شوې وې، درې پاتې وې نورې د خیبر پښتونخوا پاتې وې.
هغه درې زینې دې هم خپل شډول تیار کړي، زه به ورځم، خپله تنظیمي دوره شروع کوم داسې د خیبر پښتونخوا اولني اضلاع چې کوم راځي هغه دې هم خپله تیاري وکړي.
د خیبر پښتونخوا ټولو اضلاع ته وایم خپل سټف شروع کړئ یو تنظیمي دوره زموږ ضروري ده، چې څو موږ تنظیم مضبوط کړو منظم شو.
دا مو وطن دی، زموږ تاریخ دی، لوی تاریخ دی هغه به ژوندی کېږي.
دا خاوره د جبر او ظلم لاندې د پرانسي جنګونو دپاره په یو صورت هم موږ چاته نه پرېږدو.
مننه کوم، خوشحال اوسئ، لویه حوصله وکړئ، د یو قامي هوډ، د یو قامي عزم، د دغې خاورې، د دې وطن د عظمت د یو فکر لرلو سره تاسو ژوندي اوسئ!
خوشحال اوسئ، مننه کوم!”

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance