The news is by your side.

منظور پښتین: راټول شئ، چې د دوښمن د ماتې وخت نږدې دی

درنو لوستونکو!
دا د لور لایي جرګې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پشتین د وینا لیکنې بڼه ده، چې د روان کال د مارچ په ۱۹مه نیټه یې کړې وه.
موږ دا وینا ټکي په ټکي لیکلې، چې په ځینو ځایونو کې مو لهجوي بڼه هم پرېښې.
زموږ موخه راتلونکي ته د منظور پښتین د ټولو ویناوو د لیکنیزې بڼې پرېښودل دي.
تاسې یې وینا دلته لوستلی شئ!

“” نړۍ کې له ازله تر ابده قامونه اوسېږي، هر قام خپله ژبه لري، خپل تمدن او جغرافیه لري، د خپل پرمختګ ارمانونه لري او د خپل وطن د جوړولو استازیتوب کوي.
د دې هر څه د قایم ساتلو لپاره په نوې دونیا کې هر قام ځانته ځای جوړ کړی.
ریاست د قام او یا د قامونو د ژبې محافظ وي، ریاست د قام او د قامونو د جغرافیې محافظ وي، په ویلو باندې هماغه ولسونو ته د کاروبار او د روزګار جوړونکی وي، ریاست د قام او یا د قامونو د افرادي قوت محافظ وي؛ خو لکه څنګه چې په نوې نړۍ کې د یو قام، د یو ملت د وجود قایم ساتلو لپاره یو ریاست وي داسې په اوسنۍ دونیا کې یو قام وي، چې استعمار ورته وایي.

ملګرو!
موږ په موجوده ریاست کې ګورو، چې ایا موږ د استعمار لاندې یوو او که دا زموږ ریاست دی؟
ملګرو ما د استعمار خبره وکړه چې استعمار څه ته وایي؟
استعمار یا کالونیالیزم دا د یو قام له اړخه یا د یو ملک له اړخه د بل قام او یا د بل ملک په یو تخنیکي شکل داسې لاندې کول دي چې هرڅه یې تر خپل اغېز لاندې راولي.

ایا زموږ په موجوده ریاست کې زموږ ژبه محفوظه ده؟
نه ده محفوظه
ایا موجوده ریاست زموږ د ژبې محافظ دی؟
زموږ د معدني وسایلو محافظ دی؟
زموږ د ولسونو محافظ دی؟
زموږ د جغرافیې محافظ دی؟
زموږ د قام د ارمانونو استازیتوب کوي؟
نو زموږ ژبه چې ور کېږي همدا یې ور کوي، زما افرادي قوت چې ختمېږي، هغه وژل کېږي دا یې وژني، زما په خاوره او زما په وطن چې کومې نا انصافۍ کېږي د هغې ذمه وار هم دا دی.
محترمو! زه یې مثال درکوم!
جرمنیانو ځانته جرمني جوړه کړې ده، ایا د دوی ژبه به ورکه شي؟ نه یې ورک کېږي.
د دوی په وسایلو به بل قام قبضه وکړي؟ کله یې هم نه شي کولای.
د دوی افراد او د دوی ولسونه به څوک ووژني؟ په هېڅ صورت یې نه شي وژلی
ځکه چې هغه ځانته ریاست لري .
داسې چې څوک غلامان وي هغه بیا خلک وژني.
امریکې خپل ولسونه نه دي وژلي، خپله ژبه یې نه ده وژلې؛ خو په عراق او افغانستان کې یې ولسونه وژل.
داسې غلام چې څوک وي، هغه خلک وژني، نور قامونه وژني، خپل ځان جوړوي، موجوده ریاست دا یو استعماري ریاست دی، دا یو استعماري نظام دی، په دې کې زموږ وجود او د وجود هره برخه په ختمېدو ده.
زه تاسو ته د ډېر وخت مثالونه نه درکوم، د لرې وطنونو مثالونه نه درکوم، دلته په کویټه کې د عدالت په احاطه کې دننه چې زموږ په سلګونو وکیلان شهیدان شول، ایا هغوی سره انصاف وشو؟
په دهبوري ښار کې د ارمان لوڼي وینه تویه شوه ایا هغه سره انصاف وشو.
محترمو!
شهید عثمان کاکړ ته تر نن ورځې دغه ریاست انصاف ورنکړو،
د عبیدالله خان قاضي په ځنځیرونو کې تړلې ویډیو نن هم په پښتون قام قرض پرته ده، چې هغه وایي دا د ایف سي والا ما وژني پیسې ورله ورکړئ.
محترمو!
اسد خان اڅکزی په میاشتو میاشتو ورک و او بیا یې دده مور او پلار، خوېندو او وروڼو او قبیلې ته د ده داسې وجود مخته کېښودو، چې هغه د کتلو نه و.
د خالق داد بابړ کیسه دریاده کړئ! مور یې نن هم دوه کیلو میټره مزل په یبلو پښو د زوی تر قبره مزل کوي، چې دغې استعماري قوتونو ووژلو او دغې استعماري قوتونو تر اوسه پورې په بوري کې یو ماشوم ځوان اسرار شهید ته انصاف ورنکړو.
محترمو!
موږ دلته د انصاف لپاره احتجاج کوو، بیا دی موږ نیسي، دی په موږ وژني، دی زموږ لپاره پوره دی؛ خو البته زموږ د انصاف لپاره نه دی.
دې ته استعماریت وایي.
محترمو!
ته دومره وسایل لرو، د پښتنو په خاوره څه نه دي موجود؟.

پښتانه هر قسم وسائل لري؛ خو بیا هم مسایل لري د افسوس خبره ده چې په دومره ډېرو وسایلو کې نن پښتنو بل ته لاس نېولی دی.
نن پښتانه ریاست ته وایي چې روټ راکه او یوه ګولۍ مړۍ راته پخه که
وا محترمه!
وطن مو دی، راشه د دغه اختیار به وګټو، په یو ځای بیا به چاته هم نه وې محتاجه چې یو روټ راکه یا یو ډنګ او ویله راته وکه.
د خپلې خاورې د اختیار خبره چې وکړو، نن ستا وسایل لوټل کېږي دا د هرنایې، دا د شهرک، دا د ابدوکۍ، کویلې ټول کاروبار د کرنیلانو په لاس کې دی.
ټول پرسونل یې د کرنیلانو په لاس کې دی.
په ځای د دې چې د دغو وسایلو په بنیاد دوی ته ښه ژوند جوړ شي د هغو ولسونو ژوند یې مشکل کړی دی.
نن هلته جیګ پوسټونه دي، نن هلته حالات خراب دي، د پښتون په خاوره کې اوس خلک وژل کېږي دی ستا د سیکورټي لپاره نه دی راغلی، ده جیګ پوسټ ستا د امنیت لپاره نه دی جوړ کړي، ګني هغه د کویلې مزدوران به چا نه وی وژلي، ده جیګ پوسټ د بدلې اخیستلو لپاره چې په کویله باندې به ترې واخلي د دې لپاره جوړ کړی دی.
نن ستا په کويټه ښار کې د DHA په نامه باندې په زرګونو جریبه ځمکه نېول شوې ده
زه چې وایم استعمار، نو مانا چې قامونو ته د دوی ژبه مه ورښایه، ددوی په وسایلو دوی ته روزګار مه جوړوه، د دوی په ځمکو قبضې وکه، د دوی په وسایلو قبضې وکه، د دوی په سیاست قبضه وکه، د دوی په اختیار قبضه وکه، دلته یو غلامي ده، یوه قبضه، زموږ په هر څه باندې قبضه شوې
او ټول اختیار د ده”پاکستان” په لاس کې دی.
نن د خپلې خاورې، د څه شي اختیار دا قام لري؟
نن زمونږ د خاورې ټول اختیار دوی سره دی.
زموږ.غرونه، لارې او ان زموږ د خلکو واک یې اخیستی.

د ټول وطن اختیار یې درنه نېولی دی او نن یې په یو تخنیک ټول وطن درنه نیولی، په پښتون یې بېرته خپل هغه پښتون مسلط کړی چې د ده غلام دی

خلک یې په دې مشکل کې اچولي دي چې انساني حقوق دي، انصاف دی او عدالت دی، دا کله هم نه میلاوېږي، دا د دې وطن د اختیار خبره ده، که د خپلې خاورې اختیار دې وګټو، خو ستا عدالتونه به وي، هر قاتل راوله او سزا ورکړه، که د خپلې خاورې اختیار دې و؛ نو په خپلو وسایلو د خپل وطن بچو ته یو ښه روزګار جوړ که .
که په خپلو ولسونو دې اختیار و، په خپل نظام دې اختیار و په خپله خاوره دې اختیار و؛ نو د خپل وطن بچي د خپلې خاورې خدمتګار جوړ که؛ خو البته دا هر څه نشته.
نن ته د تېر جنګ نه لا خلاص نه یې چې ستا خاورې ته د یو نوي جنګ او نوي فساد د راوستلو هڅې شروع دي.
په پېښور کې له سلو زیات د دې وطن ځوانان شهیدان شول
په پولیس چاودنه کې څه وشول.
زما محترم ولسه!
درته معلومه ده چې یو ځوان شهید شي، د هغه د کور،.مور، مېرمنې او ماشومانو یې څومره ذلیل ژوند وي.

پښتانه ذهني ختم شوي دي، داسې انتشار یې په فکرونو کې ور جوړ کړی دی چې دوی خپل کېږي نه.
البته په یو اړخ استعمار دی، په بل اړخ قام تقسیم پروت دی، په بل اړخ قام په تربګنو کې پروت دی، نفرتونه او ضدونه دي.
دلته دا قام په درې غټو برخو تقسیم دی، یو په قبیلو کې تقسیم دی، چې یعنې پلانکۍ قبیله ده، پلانکۍ قبیله ده، پلانکی وزیرستان دی، دا وزیر مسعود، کاکړ، اچکزی، دا یوسفزی پلانکی پلانکی او پلانکی، چې نومونه یې اخلم ډېرې زیاتې قبیلې دي او بیا یې ټوله پښتونولي محدوده کړې ده تر قبیلو پورې.
یو طرف زموږ د قبیلې پنځه تنه څوک شهیدان کړي، نو موږ ته ظلم هم ښکاري، جبر هم ښکاري، که زموږ د قبیلي یوه بې عزتي چیرې موږ ته په لاس راغله؛ نو په ټنډه مو خولې راشي، چې دا څومره بد لګیا دي؛ خو که د بلې قبیلې پښتانه چا وژل موږ ته هغه ترهګري او جنګ بیا نه ښکاري، که د بلې قبیلې څه بې عزتي په لاس راغله نو هغه ورته عادي ښکاري.
دا ټوله پښتونولي، عزت او ذلت او هر څه تر یوې قبیلې محدود کول سم نه دي
دوهم تقسیم دلته په سیمو کې دی.
دا د پېښور دی، دا د پاټا دی، دا د سوات دی، دا د چمن دی، په سیمه ییز تقسیم کې راټول شوي یوو.
دریم تقسیم دلته په ګوندونو تقسیم یوو.
موږ چې کوم ګوند کې یوو که د هغه ګوند غړي سره ظلم یا جبر وشو؛ نو موږ ته ډېر غټ ظلم او جبر ښکاري؛ خو که د بل ګوند سل ځله هم هغه پښتون شي؛ نو هغه سره موږ هغه ډول او هغه قسم همدردي نه ښکاره کوو.

یو اړخ ته استعمار دی، بل اړخ ته فکري تقسیم دی.
نو دلته PTM دوه کارونه کوي.
یو اړخ ته استعمار ته ګوته څنډوي، چې کرار شه او بل اړخ ته قام ته یې جولۍ نېولې چې راټول شه، دا قام راټولوي، او دغه استعمار ته به یو لوی شکست ورکوي.
زه منم د دغې خاورې استعمار سره، زه منم د دغې خاورې د دشمن سره به لوی قوتونه وي، دوی به منظم وي، دوی په پوځونه لري دوی به هر څه لري؛ خو که البته پښتانه راټول شوه ولله که په دې خاوره یوه شپه هم دی رانه وکړي.
دی هېڅ هم نه شي کولای
دا پیاوړي نه دي، دا انتهایي ډارن مخلوق دی؛ خو البته موږ پراته یوو، موږ تقسیم یوو، موږ بې باوره شوي یو، زموږ په منځ کې اتحاد نشته، که دغو پښتنو اتحاد وکه، که پښتانه اتفاق وکړي، که پښتانه ملي فکر جوړ کړي، ملي فکر مانا دا چې ماته د هرې قبیلې، د هر ګوند او هرې سیمې پښتون راته خپل ځان ښکاري، خپل جود وښکاري؛ که چیرې پښتانه په ملي فکر راټول شي؛ نو زه تاسو ته باور درکومه چې د دغه دشمن تماشه به زه په تاسو باندې کوم.
محترمو!
اوس یې هم د جنګ نوې څپې شروع کړې دي، یو خوا استعماري قوتونه لګیا دي خاورې ته یې نوې اسلحې راوړې دي، نوي طرزونه یې راوړي دي، نوی سټف یې جوړ کړی دی، چې بیا ستا په وینو باندې دا لر وګټو په بل خوا موږ لګیا یو قام راجوړوو.
وا قامه راټول شه، راټول شه چې د احمد شاه ابدالي تاریخ پرې ژوندی کړو.
راشه چې خپله خاوره وګټو او دی کله هم په ارام پرېنږدو،
ستا د وطن میندې لا اوس هم اوښکې تویوي، ستا د وطن د ځوانانو او د ښځو نرو وینې په تا باندې قرض پاتې دي،
نن یې وخت دی چې راټول شې، نن ستاسو سره موږ چې دا هر څه کول، موږ چې ځانونه غیر پارلماني ساتل د دې لپاره مو وساتل چې ټول په یو ځای راټول کړو او ارمان مو دی او دا ارمان به خامخا پوره کوو، چې د خپلې خاورې دښمن ته به شکست ورکوو او داسې شکست به ورکوو چې په تاریخ کې بیا د پښتنو خاورې ته څوک ور وهم نه ګوري.
نو د دې لپاره تیاري ده، د دې لپاره ملي فکر جوړول دي، دلته د PTM ډېر ګڼ شمېر ملګري دي هغو ته وایو چې PTM صرف د PTM لپاره نه دی، PTM د ټول قام لپاره دی.
د هر وګړي، د هرې قبیلې د هرې سیمې او د هر چا لپاره دی،
تاسو چې څه کوئ تاسو به د ټول ملت سوچ کوئ.
موږ ته اکثر خلک وایي چې تاسو داسې طرز خپل کړئ چې تاسو خپل ځانونه بچ کړئ، موږ ورته وایو چې کله هم نه شي کېدلی چې موږ خپل تنظیم یا ځانونه بچ کوو.
نا دا د وطن لپاره قربان دي، که په وطن باندې سخته ورځ راځي موږ به کلک ودرېږو اوکه په دې باندې د طالب زړه چوي، که د پوځي زړه چوي او که هرې معاملې ته او هر ډګر ته رامخته کېده، دا سرې ټوپۍ به مخ کې ورته ولاړې وي.
موږ هېڅکله نور په خپله خاوره دې استعماریت ته تیار نه یو، دې غلامي ته تیار نه یو، البته دا یو فکر دی چې موږ غلامي ته تیار نه یوو.
موږ په دې خاوره یو خپلواک ژوند غواړو، البته بیا هم وایمه چې یو منسوبه هم پکار ده چې ته دې خپل هدف ته پرې ځان رسولی شې.
زه خپلو ټولو ملګرو ته یقین ورکوم چې PTM یو مظبوط شډول او منسوبه هم لري، PTM ته خپل طرز معلوم دی، ددغه طرز نه به زه خپل مقصد ته ځان رسوم.
په دې کې ددغه قام ملګرتیا ضروري ده.
اکثر زه ورته وایمه چې د دشمن سره به جهاز وي، د دشمن سره به ټانګ وي، د دشمن سره به منظم پوځونه وي، د دشمن سره به هر قسم وسایل وي، خو وا دې وري چې زموږ سره هم پښتانه دي، چې تر ټولو زورور دي.
نن د دغې دپاره چې دا خپل قام راټول شي، ډېرې سیمې له اوس راټولې شوې دي؛ خو څه سیمې لا اوس هم پاتې دي، موږ په هغې باندې خپه نه یو هلته به هم موږ ګرځو، خپل ولسونه مو دي هغوی به راټولوو.
زموږ د بریا ورځې نږدې دي، انشالله دښمن په غورځېدو دی.
دښمن د یو نوي جنک کوششونه شروع کړي، دا سټیج مې درسره نقشه دی، دا سټیج به ګواهي ورکوي دوښمن به مو نسکوریږي.
زه ځکه اکثر ورته وایمه چې پښتانه راټولول ناممکن نه دي؛ خو مشکل دي، خو که یو ځل دې راټول کړل بیا یې سمبالول ناممکن دي.
بیا به په هېڅ صورت دوی څوک کمزورې نه کړي.
دلته یوه مورکۍ راغلې وه، وې چې دلته زموږ لږ څه ځای دی په بوري کې موږ خپل حق غوښتلو، زه یې هم دوه واره ونېولم، دلته ځینې ځوانان راغلې دي او د خپلو ورکو پوښتنه کوي، په هغه کې فضل رحمان کلیلزی او حبیب سلیمانخیل چې ورک دي، د ریاست خلکو وړې دي.
په کور کې یې ماشومان انتظار ورته کوي، نن یې هیله راوړې ده، چې د PTM والا به موږ ته غږ پورته کوي، زموږ تحریک جوړ شوی د خپلو مظلومانو لپاره دی، موږ به تل له تاسې سره یوو.
ددغې قام او د دغې خاورې مسلې خو برېږده، تر خپلې خاورې او خپل اختیاره پورې او مکمل اختیاره پورې نه وي رسېدلي خبره، تر هغې به ددې تحریک مزاحمت جاري وي، مزاحمت به په هر شکل کې وي.
یو ځل چې پښتانه راټول شي بیا د مزاحمت نور شکلونه هم شته دی، هلته به هم موږ په سر کې یوو.
ډېره مننه کوم، خوشحال اوسئ، خدای مو تل اباد لره.””

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance