The news is by your side.

۲۰۲۳ کال؛ د طالبانو لاسته راوړنې که فساد؟

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د ۲۰۲۳ کال لاسته راوړنې څه کېدی شي؟

▪️کورني عواید:
تېر ۲۰۲۲ کال طالبانو له غلا او فساد وروسته ۱۹۵ میلیارده افغانۍ کورني عواید د افغانستان بانک یا مرکزي بانک ته انتقال کړل او جمهوریت په ۲۰۱۹ کال کې تر غلا او فساد وروسته ۲۰۸ میلیارده افغانۍ کورني عواید د افغانستان بانک ته انتقال کړل چې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ مطلق کورني عواید دي.

په دې کي بهرنۍ مرستې نه دي شاملې. په کورنیو عوایدو راټولولو کې طالبان هېڅ لاسته راورنه نه لري، ان افغانان د دوی په راتګ په دې برخه کې ۱۳ میلیارده افغانۍ تاوان کړی دی.

▪️اقتصاد:
د قوشتیپې کانال د جوړولو کار په ۲۰۲۱ کال کې شروع شو، چې د طالبانو پلوي رسنۍ او کسان ډېر تبلیغ ورته کوي. هر هېواد هر کال نوې پروژې اعلانوي نو دا نه شي کېدلی چې قوشتيپه په هر کال کې د یوې عمده پروژې په توګه حساب شي، نو قوشتیپه په ۲۰۲۱ کې د عمده لاسته راوړنې په توګه حسابېږي نه په ۲۰۲۳ کې.
د کابل- کندهار او سالنګ د لویو لاریو جوړونه په لاسته راوړنو کې نه راځي، ما څو ځلې په دې هکله لیکنه کړې زما پر پروفایل یې پن کوم تاسې یې کتلی شئ.
د افغانانو سرانه عاید د ۲۰۲۲ په پرتله په ۲۰۲۳ کې ټیټ شو. افغانستان کې اوس د ډیفلاسیون نرخ ۱۲.۱٪ دی چې طالبانو یې نااګاهانه او یا د ملت په سترګو کې د خاورې اچولو لپاره هرکلی کړی، خو معنا یې دا ده چي په بازار کې مواد شته اما افغانان یې د پېرلو توان نه لري او یو هېواد له انفلایشن څخه هغه وخت ډیفلایشن ته ځي چې اقتصادي وده یې ضعیفه یا یې ونه لري.
سړکونه په جمهوریت کي په سلګونه کیلومتره جوړېدل که طالبان نه وای راغلي جمهوریت به اوس تر ۲۵۰۰ کیلومتره ډېر سړکونه پاخه کړي وو او د آمو نفت په کال ۲۰۱۱ کې د جمهوریت له خوا له چین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو قرارداد وشو چې طالبانو فقط د جوړ موټر سوچ چالانه کړ. هلته ټول څاګانې او تاسیسات جمهوریت جوړ کړي ول. د طالبانو په راتګ سره کورنی ناخالص تولید له ۲۰ ملیارده ډالرو څخه ۱۴ ملیارد ډالرو ته ټیټ شو، د افغانانو سرانه عاید له ۵۲۵ ډالرو څخه تر ۳۳۰ ډالرو هم ممکن ښکته شوی وي.

یعنې اقتصادي لاسته راورنه خو څه کوې، چې د جمهوریت میراث اقتصاد یې هم ونه شو ساتلی چې قیمت به یې افغانان پرې کوي.

▪️د اداري فساد مخنیوی:
په افغانستان کې د بودجې مسوده ترتیب نه شوه، که څوک وايي ترتیب شوه مهرباني دې وکړي ودې وايي چې ۲۰۲۳ کال بودجه څومره وه؟ څومره عادي او څومره انکشافي بودجه وه؟ هرې ادارې ته څومره بودجه ورکړل شوې؟
کله چې د اداراتو بودجه نه وي معلومه، معنا دا چې د اداراتو منابع نه دي معلومې او پلان د منابعو پر اساس جوړېږي معنا دا چې یو سړی غواړي کور جوړ کړي او پیسې یې نه وي معلومې، نو سړی څه پوه شي چې څو منزله جوړ کړم څه ډول کړکۍ او دروازې ورکړم؟

نو کله چې منابع نه وي معلومې نو بیا پلان هم معلوم نه دی او چې کله پلان نه وي معلوم د اداراتو ارزونه نا ممکنه ده، ځکه ارزونه د پلان مطابق کېږي نو تر ټولو غټ فساد دا دی چې د بودجې مسوده نه شته چې په دې سره ویلی شو د طالبانو رژیم تر فاسد هم بدتره دی.
د افغانستان ملي بودجه د جمهوریت پر مهال له امنیتي سکټور پرته په ۲۰۱۹ کال کي ۴۲۸ میلیارده افغانۍ وه چې په دې کې ۱۳۹ میلیارده افغانۍ انکشافي او ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه وه او د ۴۲۸ میلیارده افغانیو څخه ۲۰۸ میلیارده افغانۍ د افغانستان له داخلي عوایدو څخه تمویلیدله، چې اوس ۱۹۵ میلیارده افغانۍ د پاڼې پر مخ شته، نور نه عادي بودجه یې معلومه ده نه انکشافي او نه پلان او نه حساب کتاب، بس مطلق انارشي ده.

لنډه دا چې طالبان اصلاً یوه لاسته راوړنه هم نه لري، ځکه هر وخت دوی په یوه کال کې تر جمهوریت په لاسته راوړنو کې مخته شول، بیا هغه پر لاسته راوړنو حسابېږي او د جمهوریت د یو کال پر لاسته راوړنو هم ما څو ځلې لیکنې کړې دي، چې زما په پروفایل کې یې لوستلی شئ.
ملت ته د طالب او مجاهد تاوان دا شو چې افغان ملت ته یې ۲۵۰ میلیارده ډالر زیانونه واړول او ۱۵۰ میلیارده ډالر یې د افغانانو شتمني په تېرو ۴۰ کالو کې فرار کړله اوس که تاسې ډوډۍ او کانکریټي چت پر سر، موټر، روغتون، ښوونځی، برېښنا، سړک، پوهنتون، پاکې اوبه او… نه لري، پټ مسؤلین یې په پاکستان او ښکاره مسؤلین یې په ارګ کې ناست دي.

لیکنه: عثمان نورزی

ځواب ورته ورکړئ‌