منظور پښتین: د کراچۍ په جېلونو کې درې کلن افغان ماشومان بندیان دي؛ خو حکومت د بشري خبره کوي
خبریال وېبپاڼه: درنو لوستونکو!
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین دغه وینا چې د روان کال د فبروري په ۱۹مه یې یوې غونډې ته کړې، تر ډېره د پښتنو د راویښولو او ولسي سیاست د ژوندي ساتلو لپاره شوې ده.
موږ د دې وینا لیکنیزه بڼه درسره شریکوو، هیله ده، تر پایله یې ولولئ!
«دا جلسه د شهید نقیب الله محسود او د ملي شهید ارمان لوڼي د تلین په مناسب سره را جوړه ده؛ نو انصاف هم دغه دی، چې اول به موږ د خپلو شهیدانو ذکر وکړو.
د هغو واقعه او د هغو په هکله چې کوم انصاف دی په هغه به خبره وکړو بیا به مخکې ځو، چې پښتانه په کراچۍ او یا په نورو وطنونو کې مېشت دي د هغې حالات څه دي او ولې دي؟
۲۰۱۸ کې نقیب شهید کړی شو دا یواځې دی نه و، له ده سره نور هم په دې خاوره څلور نیم سوه کسان وژل شوی.
په ۲۰۱۸ کې چې کله نقیب شهید کړی شو؛ نو په دې وخت کې پښتون ژغورنې غورځنګ د دغې واقعې لپاره هلې ځلې شروع کړلې؛ خو په ډېر نژدې وخت کې د نقیب شهید لپاره چې کومې هلې ځلې شروع وې د پوځي چارواکي د هغه کورته ورغلل، چې له ده سره به انصاف وشي؛ نو ځکه د نقیب شهید کورنۍ یو خبري کنفرانس ورکړو چې موږ ته د انصاف یقین را کړای شوی دی.
دوی غریبان هم ګرم نه وو، ځکه چې ډېر لوی یقین داني هغه ته ورکړای شوې وه؛ خو PTM محروم شو چې دده په عدالت او په عدالتي کیس کې څه مرسته وکړي؛ البته په سیاسي توګه او په ولسي توګه د نقیب محسود کیس تر نن ورځې PTM راخیستی دی او تر اوسه پورې لا کرار ناست نه دي.
په سیاسي او عوامي توګه باندې نقیب شهید چې موږ ته یې کوم اړخ پاتې و په هغه کې مو دومره وګټلو، چې په ټوله دنیا کې د روانور یو حمایتي هم نشته او دغې PTM د نقیب شهید دپاره دومره کمپاین وکه، دومره یې غږ پورته که چې ټول خلک د نقیب شهید په اړخ ولاړ دي.
د روانور په اړخ هېڅوک نه دي ولاړ.
همدغه هلې ځلې وې چې په روانور باندې د څو ملکونو له اړخه دده په تګ راتګ بندیز ولګېد.
د انساني حقوق چې څومره هم ادارې وې په هغه کې د دغه روانور خلاف ریپوټونه راغلل او دلته په ولسونو کې او په هر ځای کې داسې یو فکر دې PTM خور کړو چې د روانور د داسې ولسونو مخته یو سکېنټ هم نه شي ور وتلای.
په پای کې نتیجه دا راغلله چې روانور یې نن د عدالت له اړخه خلاص که، هغه ازاد شو په عدالت کې؛ خو البته یو خبره یاده وساتئ چې له پي ټي ایم پرته د روا نور خلاف هیچا اعتراض نه دی کړی.
د پښتنو د دغه قاتل مخالفت پي ټي ایم په عملي میدان کې وکړ.
نن هم زموږ ملګري د رواه نور خلاف دي، د هغه د مرده باد چیغې وهي، شهید نقیب الله محسود زموږ هېر نه دی، موږ دا ظلم نه هېرو؛ خود پاکستان حکومت ته ور یادوو، چې تاسې څنګه فیصله وکړه او څه ډول رواه نور بې ګناه ګڼئ!
د پاکستان قاضیان دي راشې، زه به یې هغو قبرونو ته ودروم چې همدې رواه نور قتل کړي.
زه به یې د هغه افریدي کورته ودروم، چې ژوندی یې وسېزه، زه به یې د هغو باجوړیانو کورونو ته ور ولم، چې په کراچۍ کې یې ووژل.
زه به دې په لسګونو هغو کسانو سره مخ کړم، چې له بنده د خلاصېدو لپاره یې ترې لس لکه او شل کله روپۍ غوښتې.
په دومره رڼا ورځ، په دومره سپینه ورځ د پښتنو د قاتل په اړه داسې پرېکړه کول، د پاکستان واکدارنو ته شرم نه دی، د پاکستان قاضیانو ته ولې شرم نه ورځي؟
واورئ!
تاسې خو روانور بې ګناه ثابت کړ، خو د هیڅ پښتون له دماغو به د هغه د کړي ظلم کیسې پاکې نه شي.
روانور ته دا رعایت خو تا ورکه؛ خو پښتون قام به یې په تاریخ کې نه روانور هېر کړي او نه د روانور په حمایت کې چې د پاکستان عدالتونو یوه ظالمانه فیصله وکړه نه به هغه موږ نه هېره شي او د وخت په راتلو سره به ددغې پوښتنه درنه وشي.
محترمو!
د ملي شهید ارمان لوڼي خبره کوو
ارمان لوڼي د دغې خاورې او د دغې وطن لپاره امن غوښتلو، ارمان لوڼي یو د امن انسان و، ارمان لوڼي د عدل او انصاف خبره کوله بیا څه وشول؟
د فبروري په دویمه یې په لورلايي کې شهید کړ، خو بیا یې د ده قضیه هم نه ثبت کوله.
یوه خبره دې ټول واضحه واوري!
دا ملي شهید ارمان لوڼۍ چې دوی شهید کړی دی په ده باندې ظلم، جبر او تشدد وشو او په جبر او تشدد یې شهید کړلو بیا یې د هغه قضیه نه اخیسته؛ کومو پښتنو چې د لوڼي لپاره لاریون وکړ، هغوی یې ګنهګار ګڼل.
بیا پارلمېنټ ته کیسه لاړله بیا څه په مشکله یې کیس واخیستل شو؛ خو بیا تر نن ورځې پورې د ارمان لوڼي یو قاتل هم نه شو ګرفتار
نه روانور جېل ته واچول شو او نه د شهید ارمان لوڼي قاتلان.
دوی څه وایي؟
دوی وایي په دوی لا ګناه ثابته شوې نه دی، په دوی لا جرم ثابت شوی نه دی.
ای زما د وطن خلکو!
راځئ په دې خبره وکړو چې په چا جرم ثابت نه وي هغه باید جېل ته وانه چول شي؛ نو دا ریاست دې موږ ته ووایي؛ چې د PTM ملګري جېل ته واچوي ایا په ده باندې یو ځل جرم ثابت شوی وي، چې ته یې جېل ته اچوې؟
کنه یو ځل کیس روان وي، هېڅ جرم نه وي ثابت او ته بیا هم جېل ورکوې.
تا خو امن غوښتونکو ته جېل ورکه سره له دې چې هیڅ ثبوت دې نه درلود.
هغه قاتلان چې په هغو دې سرکار خپل ریپورټس جوړ و هغه دې تر نن ورځې پورې نه کړل بند؛ نو راته ودې ښایي هغه چې دوی وایي چې تاسو د ریاست مخالف یئ؛ نو راته ودې ښایي په دې اعمالو کې، چې ریاست زموږ مخالف دی که موږ د ده مخالف یو؟
ریاست په ښکاره دشمني کوي، په ښکاره مخالفت کوي، په ښکاره وژل وکړي او بیا ددغې وژنو پر شا په عدالتونو کې نا انصافي وکړي.
محترمو!
دا یو بدترین وخت دی
پښتانه یو لوی قام د ژوند د تېرولو لپاره هېڅ اسره نه لري.
دوی د پردو لاسونو ته لوېدلي دي؛ نو لهذا په داسې وختونو کې به موږ ملي اتحاد ژوندی ساتو؛ خو یو خبره کوم، ارمان لوڼی شهید شو؛ خو کم تر کمه زموږ سترګې دده روح ته جګې دي.
ولې چې ارمان لوڼي د کوم فکر دپاره، د کوم فکر د خورولو دپاره او د کوم مقصد دپاره قرباني ورکوله، کوم فکر یې په ولسونو کې خورول غوښتل، دی نشته خو موږ دده وفادار ملګري یوه ورځ هم په کور نه یو ناست، د هغه مېشن مو اخیستی دی او کلي په کلي ګرځو هغه فکر خوروو، هغه مقصد ته ځان رسوو.
ټیک ده په عدالت کې موږ خپل شهیدان ونه ګټل؛ ځکه چې عدالت زموږ په لاس کې نه و، عدالت د باجوه دوی په لاس کې وو.
هغه ظالمان وو، هغه جابران وو، هغه زما د وطن او د قام دشمنان وو، اختیار یې دده په لاس کې و.
هلته که ما نه شو ګټلی؛ خو دده فکر ما ګټلی دی، دده مقصد ما ګټلی دی، ده چې د څه لپاره قرباني ورکوله د هغې دپاره هلې ځلې او قام مو ګټلی موږ، ګني تاسو ګواهي ورکړئ، چې هغه فکر موږ په مخ بیولی دی او که پر شا تللی دی.
هغه فکر باندې موږ نن ولسونه نور هم زیات راټول کړې دي که رانه کم شوي دي؟
هغې فکر لپاره موږ یوه ورځ هم چوټي کړې ده کنه لګیا و هر وخت؟ یو ځای او بل ځای ګرځو؛ نو لهذا ریاست خو ظلم وکړو؛ خو البته تحریک د خپلو شهیدانو سره وفادار دی، د هغو ملګرو سره وفادار دی، چې څوک د دغې تحریک لپاره قېد تېروي او بندیوان وي.
محترمو!
زه راځمه اوس د کراچۍ پښتنو نه یو څه سوالونه کوم، دلته په یو څه خبرو ځان سره پوهوو.
دا ټول هغه خلک ناست یئ، چې تاسو د پښتونخوا وطن د یوې سیمې سره تعلق لرئ!
ماته تاسو ښایئ، چې ستاسو په وطن کې د څه شي کمي و، چې تاسو دلته راغلي یئ؟
ستا وطن کوم ښکلی وطن نه دی ؟
په هغه کې معدنونه نشته؟ په هغه کې وسایل نشته؟ په هغه کې اوبه نشته؟ په هغه کې ونې نشته؟ په هغه کې مېوې نشته؟ په هغه کې سبزیانې نشته؟ په هغه کې کمي د څه شي ده، چې ته نن دلته راغلی یې؟
نن موږ دلته په دې باندې بیا بیا خبره سره کوو
زه هر کال چې راشم دغو مسافرو ته دغه خبره کوم، چې وجهه څه ده چې تاسو دلته راغلي یئ؟
محترمو!
دا وجهه نه ده چې ستا په خاوره د څه کمي ده.
له سیند، پنجاب او د دونیا له هر ګوټ نه زیات معدنونه او د ښه ژوند تېرولو وسایل زموږ په خاوره کې شته.
نو بیا ولې، اړ یوو، چې دلته راشو؟
نن به پر همدې هم خبره کوو.
پښتونخوا وطن کې سره زر دي بویه محمدخیل قام د سرو زرو نه ډک دی، وزیرستان له جلغوز وطن دی.
که ته ګورې نو تر ټولو خواږه امروت په دې ټوله علاقه کې فقط په کوهاټ کې دي.
تر ټولو خوږه مالټه په ملکنډ کې ده، تر ټولو خوږ املوک، انګور او انار ستا په خاوره دي.
بیا تر ټولو قیمتي لرګي ستا په خاوره کې دي.
تر ټولو قیمتي ونه چې چلغوزي دي ستا په خاوره کې ده.
د خاورې لاندې دا ماربل پراته دي.
په دې خاوره کې کرومایټ پراته دي، په دې خاوره کې کې سره زر دي، په دې خاوره کې کویله ده، په دې خاوره کې ګاز دی، په دې خاوره کې پطرول دي، په دې خاوره کې اوبه دي او د اوبو نه پراخه بِجلي جوړېږي؛ نو تاسو ماته وښایئ، چې تاسو کومو وطنونو ته راغلي یئ په دې وطنونو کې دا هر څه شته؟
نشته دی؛ نو ستا وجهه څه ده چې تا پرېښی دی؟
خبره دا کوو چې ستا په بِجلو د بل چا قبضه ده، ستا په وسایلو د بل چا قبضه ده، ستا په ګاز، ستا په تیلو، ستا په سرو زرو، ستا په ځنګلونو، ستا په غرونو، ستا په ونو ان تر دې چې ستا په وینو کوم چا قبضه کړې ده.
هغه یې د ځان په ګټه استعمالوي .
نن د پنجاب ټولې فابریکې، زما د وطن په اوبو جوړه بجلي باندې چلېږي.
نن چې د پنجاب کوم زراعت او پټي دي زما د وطن اوبه یې ورته ګډې کړې دي.
په شمالي وزیرستان کې به تاسو اورېدلې وي د ګاز لوی ذخایر چې راووتل سېده یې پایپ پنجاب ته تېرول، د بنو خلکو ته دې خدای پاک همت ورکړي چې هغه پایپونه یې وباسل.
نو لهذا ستا د وطن هر څه یې نېولې دي
چې کله یې ستا د وطن په هر څه قبضه وکړه؛ نو ته په خپل کلي کې بې روزګاره شوې.
که ستا د کپر، د سرو زرو او د ماربلو کاروبارونه وای، تا په سند او په پنجاب کې څه غوښتل.
ته یې مجبور کړې چې له خپل وطن نه ووځې د ده وطن ته ورشې، چې کله دده وطن ته راغلې هغه وسایل چې ستا په وینو جوړ شوي و، تاته یې سپک وکتل او بیا یې ته په هغه خاوره ذلیل کړې، بیا یې روانور دې درته وساتل بیا یې ته ووژلې، بیا چې دې په نورو شارونو کې کومې خولې تویولې هغه خولو او مزدوریو باندې جوړې پیسې هم درنه یو سړي یوړې.
کله به یې ستا د کور نه څوک سړی وتښتولو، چې پیسې راکړه، کله به یې څوک درته مړکړو چې پیسې راکړه، کله به یې په تاړا کې نېولی وې چې پیسې راکړه.
دا کوم ژوند دی؟
ایا راتلونکي نسلونه دې ژوند ته پرېږدئ؟
چې دوی دې داسې ذلیل وي؟ داسې دې خوار وي؟ داسې دې څوک ویښتانو نه نیسي او ګډوډي دې په روډونو، څوک دې له پښو رانیسي او ګډوي دې په روډونو
تاسو خپل راتلونکي نسل ته تیار یئ؟ چې دا ماشومان را لویېږي.
دا کوم عقل دی؟
زه خبره په دې کوم اوس ستا د وطن په وسایلو یې کار نه وشو، ستا د وطن په جنګونو کې، ستا په وینو کې یې ډالر ګټل اوس پکې عادت شوی دی، اوس اموخته شوی.
اوس یو ځل بیا ستا خاورې ته جنګ راوړي او هغه جنګ کې دا ډالر ګټي او ځانته کاروبار جوړوي.
خلک په بل وطن هم برباد وي، راځئ چې خپل وطن جوړ کړو، راځئ چې د خپل وطن لپاره اتحاد وکړو، په خپله خاوره مو هم بیا څوک نه شي ذلیل کولای او په پردۍ خاوره مو هم څوک نه شي ذلیلولی.
هغه خلک چې نن یې زما پر وطن اختیار دی، په خپل وطن کې یې یو انچ خاوره نشته، خو زما له ملکه خوند اخلي او ما په خپل وطن کې خپل غلام ګڼي.
نو د دې لپاره به یو اتحاد او اتفاق کوو.
محترمو PTM هغه تحریک دی چې هغه تاته ویره نه درکوي، هغه د خپل وطن لپاره تاته بهادري درکوي، هغه زړه درکوي هغه دې زړور کوي چې د خپلې خاورې مقدمه وګټه، دا خپل وطن وګټه، هغه تا د خپلې خاورې لپاره ودروي، PTM سوچه ددغې قام تحریک دی ګني وګورئ چې په دغه پنځه کاله کې د دغې تحریک نقصان چاته روان دی او ګټه یې چاته روانه ده؟
دا ددغې قام ګډ تحریک دی، د دې لپاره PTM څه د کرسۍ سیاست نه کوي، PTM څه د ځان د جوړولو سیاست نه کوي، دا د قام د جوړولو سیاست کوي، PTM د دغې وطن د هر وګړي د عزت په خاطر لانجه کړې ده.
په چا پسې بد نه وایو، خو که په پاکستان کې څوک له څوکۍ وغورځوې، نو بیا به د پوځ مخالفت کوي، دا د یو ګوند نه؛ بلکې د هر ګوند دغه ریکارډ دی؛ خو پي ټي ایم هیڅکله د څوکۍ پر سر لانجه نه ده کړې، خو د پښتون وطن ته چې چا لاس ور وړی، دوی ورسره لانجه کړې.
د خپل وطن په دفاع کې به ځان مظبوط کړئ، که له هرې سیمې، هر ځای او هرې پاټلۍ سره څوک اړیکه لري، موږ د دوی ټولو خیال ساتو.
پي ټي ایم د دغه وطن د ټول قام دی، موږ ملي فکر لرو، پر هغې خلک راټولو، نن پر پښتون یو غږ کوو، چې ډېر ورنه خوشاله یوو، دوی یقینا زموږ ملګرتیا وکړه.
کله چې موږ اتحاد وکړ، کله چې زموږ ملګري پاخه شول، کله چې موږ یو ځای ته ورسېدو، نو بیا به تاسې غلامان نه وئ، بلکې په خپله خاوره به د ښآغلو « اقایانو» په څېر ژوند تېروئ!
په خپله خاوره به ژوند کوئ!
دا امکان نشته چې پښتانه نور له مرګ نه وېرېږي.
زه حیران یم، چې په کوم جواز خلک له مرګ وېرېږې؟
ایا که څوک له مرګ ووېرېږي، نو دوی به نه مري؟
ایا داسې کوم جواز شته؟
راځئ!ٔ
ژوند کوو، په ننګ او په غیریت یې کوو، له خپل وطن دفاع کوو.
کله چې هم زموږ د تحریک ملګرو ته د قربانۍ وخت راغلی، په خندا یې تېر کړې.
موږ کله هم د قام لپآره په قربانۍ نه ځانونه ستړي کړي او نه ورنه شاته شوي یوو.
علي وزیر چې له بند راخلاص شو، هم همغه خبره یې وه، چې له جیل یې مخکې کړې وه.
حنیف پښتون په جیل کې ناست دی، دی به هم داسې راوځي، لکه علي وزیر چې راووت.
هغه له تېرو درې کالو راهیسې په جیل کې دی، خو هیڅوک به ثابته نه کړي چې هغه یوه کمزورې خبره کړې.
دا د پي ټیم خلک دي، دوی کمزورې خبرې نه کوې.
دوی یوازې خبرې نه؛ دوی د جیلیونو ترمخه، په جیلیونو کې، د ګولیو مخ ته ثابته کړې.
دوی خپلې وینې تویې کړې، ارمان لوڼي د ګولیو مخ ته ثابته کړه،چې کمزورې خبرې نه کوې.
زه یوه خبره کوم.
د پښتنو کورته جنګ ور دننه شوی، اوس وخت کې دا ډول اتفاق ته زیات ضرورت دی.
پښتانه وژني، په پېښور کې په پولیس لاین کې له سلو نه زیات پښتانه ووژل شول، نتیجه همدا وه، چې د پښتنو وینه وه او توی شوه، بس.
زموږ ملګري به له هر هغه اساس نه، له هر هغه عمل نه ډډه کوي، چې د بې اتفاقۍ سبب کېږي.
دا خبره یوازې خپلو ملګرو ته نه؛ بلکې د نورو ګوندونو لپاره هم کوم.
د دوښمن د جنګ پالیسي په یووالي ناکامیږي، موږ به د دوښمن خلاف یووالی کوو.
ماته معلومات دی.
کله چې علي وزیر راخلاص شوو، نو ټوله کورنۍ ورته انتظار وه، هغه کورنۍ ورته انتظار وه، چې اتلس کسان یې وژل شوي.
موږ وايو، هیڅ دې نه وي، خو چې د وطن یووالی وي، موږ د دې لپاره قربانۍ ورکړې، جیلونه مو همدې ته تېریږي.
که دوښمن خبره کوي؛ که څوک ځواب ورکوي، یانه؛ خو موږ ورته په کلکه ځواب ورکوو.
خو که زموږ کوم پښتون خبره کوله، موږ به ورته غلي کېږو، وایو به چې ورور مو دی، خیر دی.
په اوسنیو حالاتو کې چې په پښتون وطن داسې ماحول جوړیږي چې پنځه کسان راولي، هغوی به پنځه ډزونه وکړي، نو دوی به په پښتون وطن عملیات کوي، د پښتون نیول، د پښتون ځورول، د پښتنو پر وسایلو قبضې، له بهره پرې ډالر اخیستلو مخنیوی به کوو.
موږ ټولې دونیا ته وايو، چې موږ پښتنو د هیچا بد نه دي کړي، نو ولې دوی زموږ په خاوره جنګونه کوي، زموږ په خاوره فسادونه جوړوي.
د امریکا او چین او د پاکستان جنرالانو ته وایو، چې له پښتون قرار شئ، پښتانه په خپله خاوره ژوند ته پرېږدې.
د دې لپاره به زموږ مبارزه راونه وي.
د کراچۍ په جیلیونو کې د درې کالونو افغان ماشومان پراته دي؛ نن حکومت د هغوی دی، چې د بشري حقونو خبرې یې کولې.
خو موږ به دوی ته وايي، چې تاسې خو د بشري حقونو خبرې کولې تاسې خو د جمهوریت خبرې کولې،، خو تاسې د درې او څلورو کالونو افغان ماشومان په جیلیونو کې واچول.
دا کوم انساني حقوق وو؟
ولې هغوی د بشري حقونو حق نه درلود؟
افغانان که دلته راغلي وو، دا د پاکستان پالیسو افغانستان تباه کړ، او دوی نن دلته مجبور شو.
موږ د سیمې حکومت ته هم وایو چې نور د پښتنو نیول او له پښتنو سره ظلم بند کړي.
که دوی یې نه بندوي، نو زموږ لاریونونه به روان وي.
بیا دوی حق نه لري چې ووايي ستاسې لهجې ترخې دې، لهجې نه؛ که وس مو ورسېد، نور تریخ چاپیریال به هم پرې ووینې.
دا څنګه کېدی شي، چې د خپلو ډالرو لپآره زما د قام وینې تویوې.
په هرحال؛ د خپل پي ټي ایم ملاتړ جاري ساتئ!
په اخر کې دومره وایم، چې په ۲۶ فبروري به په میرانشا کې جلسه وي.
په ۱۱ او ۱۲ مارچ به په بنو کې د پي ټي ایم د ټولو برخه والو تربیتي مشورتي غونډه وي،په ۱۹ مارچ په لورلای کې جلسه ده ، ۲۴ فبروري کې په بټراګرام کې ولسي پاڅون دی، په دریم مارچ به په کوهاټ کې ولسي پاڅون وي او په پنځم مارچ به په حسن خېلو کې ولسي پاڅون وي، چې په ټولو کې به پي ټي ایم له خپلو ولسونو سره وي.
ډېره ډېره مننه؛ خبرې او تقریرونه به بیا بیا سره کوو.»