The news is by your side.

منظور پښتین: د پنجاب د ماتوولو لویه وسیله د پښتنو یووالی دی

خبریال وېبپاڼه: درنو لوستونکو!
موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د ویناوو، د لیکلو په لړ کې دا ځل د مومندو ولسي پاڅون ته د هغه د بشپړې وینا متن لیکلی دی.
دا وینا چې تر ډېره پښتون قام یووالي ته هڅوي، د فبروري په پنځمه نېټه شوې ده.»
راځئ ویې لولئ!

«دشمن که زر ځلې هم ماته پالیسۍ جوړې کړي؛ خو چې زما قام متحد وي، زما قام په ملي فکر راټول وي، ولا که دې خاورې ته په سپک نظر څوک را وګوري.
مومند خلکو خپله خاوره حسابوله او هغوی فکر کولو چې منظور به نه راځي؛ خو نن دوی ورته ثابته کړه چې زموږ خاوره ده او کوم څوک چې راځي زموږ په خوښه به راځي.
دا مسئله دومره وړه مسئله نه ده، داسې یو ګوند هم نه دی پاتې، چې د هغوی کسان دې نه وي شهیدان شوي.
زه تاته د جمعیت علماء اسلام په درجنونو مثالونه درکولای شم، چې د هغوی مشران علماء شهیدان شوي دي.
زه د عوامي نیشنل ګوند په سلګونو مثالونه درکولای شم، چې د هغه مشران او ځوانان شهیدان شوي دي.
زه تاته د جمعیت اسلامي مثال درکولای شم چې ډېر کسان یې شهیدان شوي.
زه تاته د PTI مثال درکولای شم چې مشران او ځوانان یې شهیدان شوي دي.
زه د ټولو ګوندونو نومونه درته اخیستلی نه شم؛ خو هر ګوند قرباني ورکړې ده.
ستا د ډېرو تاجرانو او ملکانو سرونه کټ شوي دي.
دا د کوم چا ذاتي دښمني نه وه دا د پښتون قام ته جنګ راوړل شوی و او د هغه په نتیجه کې خلک شهیدان شوي دي.
زما او ستا دښمن دې ته نه دي کتلي، چې ته د کوم ګوند یې؟ کوم کاروبار لرې؟
دوی یواځې دې ته کتلي، چې پښتون دی او پښتون بیا وژل شوی، رټل شوی او ظلم ورباندې شوی دی.
زه تاسو ته یو مثال درکوم، که چاودنه وشي وایي دهشتګرو دا چاودنه وکړه، چې کوم څوک په نښه شي او وویشتل شي، وایي، معلومه افرادو دا کار کړی، که کومه بله بده پېښه وشي، وایي طالبانو وکړه.
راځئ نن دلته سپین ږیري ناست دي، وکیلان ناست دي، علماء ناست دي، مشران ناست دي.
کومې خبرې چې زه کوم که یوه هم غلطه وه ماته ووایئ زه به په بخښنې غوښتلو هره خبره ورسره ومنم.
محترمو!
د کرنیل امام بیان دی، هغه وایي، چې زموږ د پالیسۍ مطابق موږ په سلګونو افسران یې دې ته وېستلو چې تاسې دهشتګر تنظیمونه جوړ کړئ، تاسو مصلح تنظیمونه جوړ کړئ او ما او زما ملګرو ۹۵ زره تنظیمونه جوړ کړل.
دوهمه حواله درکومه!
جنرال عبدالقادر بلوڅ په ۲۰۱۶ کې په اسلام اباد کې په یو بیان کې وایي، چې موږ ته ضرورت پېښ شو، چې په افغانستان کې مداخله وکړو او ددې لپاره یې له قبایلي سیمو د دهشتګرۍ هډې جوړې کړو؛ نو موږ ټرینینګونه ورکړل.
دریمه حواله درکوم!
جنرال حمید ګل چې د ISI جنرال و هغه په خپله منلي دي چې دا ټول ټرینینګونه او دا کار موږ کوو.
د وخت وزیر اعظم عمران خان هم په امریکا کې ویلي وه چې دا زموږ د ادارو تعلقات دي.
دا نن چې دلته څومره خلک ناست یئ، تاسو ته وایم که چیرې دا وسله وال، دهشتګر او د پښتون وژونکي ما درته ثابت نه کړل بیا راشئ او ماته سزا راکړئ.
ملګرو! دا چې څومره قتل عام کېږي دا د دوی لپاره د ډالرو او زموږ لپاره د وینو پالیسۍ وې.
دوی ته په اسټرالیا کې د جزیرې پالیسۍ وې؛ خو زموږ چې دا پښتنې خوېندې ناستې دي د دوی لپاره د اوښکو پالیسۍ وې.
یو خوا د دنیا قوتونه وه او بل خوا پښتون قام بې اتفاقه و، تقسیم و، ملي فکر یې نه لرلو.
د مومندو په سیمه کې چې څوک ووژل شي دوی پرې خپه شي؛ خو چې خیبر کې کومه پېښه وشي، نو بیا نه وي پرې خپه؛ نو دا خو د ټول قام فکر نه شو.
که وزیرستان کې کومه پېښه وشي د وزیرستان خلک پرې خپه وي؛ خو د تیرا خلک هېڅ نه وایي؛ نو دا ملي فکر نه شو.
زه اماده یم چې د دې قام هر وګړی په سینه پورې را جوخت کړم او ورته ووایم چې راشه خپلولي وکړو.
زه تیار یم چې په PTI خلکو ته سینه پرانېزم چې ورور مې یې.
د هر ګوند له غړو سره غاړې ورکولو ته تیار یم.
نفرتونه ډېر زیات دي او دا نفرتونه به ختموو.
خلک وایي، چې «زما لویه ګناه دا ده چې پښتون یم» وا وروره!
ستا لویه ګناه بلکل دا نه ده چې ته پښتون یې، ستا لویه ګناه دا ده چې ته پښتون نه یې، ته تقسیم یې، تا ملي فکر تقسیم کړی، که ته پښتون شې د دنیا یو قوت هم درکتلی نه شي.
تاسو ته وایم ناستو وکیلانو او مشرانو!
که موږ کومه ګناه کړې وي همدا سبا د پاکستان عدالت ته ورشئ که موږ باندې کوم جرم ثابت شو موږ ته یې سزا قبوله ده.
خو محترمو!
د پاکستان دا جنرالان نه اسلام مني، نه قانون مني، نه پښتو مني او نه شریعت مني.
دوی ظلم مني، جبر مني، ډالر مني، امریکا مني، جنګ او ځورول مني؛ خو ستا خاوره او ستا د خاورې حق نه مني.
دا اوس زه خبر شومه چې دلته په یو کلي کې عملیات روان دي، وايي دهشتګر لټوو؛ نو وا د خدای ظالمه! مذاکرات تا ورسره وکړل را دې وستل، ټرینینګونه تا ورکړل، پیسې او وسلې ته ورکوې او په کور زما راننوځې.
بیا درته وایم مسئله زما په کور کې نه ده؟ مسئله ستا په GHQ کې ده.
اوو جنراله!
پښتانه د اتفاق خواته روان دي نن هم ورځ ده، راشه تسلیم شه کنه ورځې لرې نه دي چې په ګونډو به پروت وې دې قام ته.
ته وایې چې وسله وال راغلي، ښه دوی څنګه راغلل؟
تا خو هر ځای پوستې جوړې کړي؛ نو دوی له اسمان راغلل؟
زما په قبایلي سیمو خو هره ورځ ډرون طیارې ګرځوې؛ خو د وسله والو د نېولو او له منځه وړلو لپاره بیا هېڅ نشته دی.
دلته خلک مه تنګوه او د چا په کورونو مه ور ننوځه، کنه ستا د GHQ په احتجاج به خلک در ننوځي.

پښتنو د دونیا له صف نه وتلي یئ، نن د قامونو په یووالي کې د دونیا خلک سره کینې؛ خو پښتونه ته ترې وتلی یې.
ستا وجود محوه شوی، ستا یووالی ختم شوی، نن ته په خپل ملک کې خپل اختیار نه لرې، په خپله خاور خپل اختیار نه لرې، په خپل ملک کې خپله ژبه نه لرې.
ساده خبره ده، د پنجاب یو جنرال یې دلته مشر کړی، یو یې بلوچستان کې، موږ د تعصب خبره نه کوو، خو پنجاب داخلک داسې یرغمل کړي، چې بل لوري ته کتلی هم نه شي، که وګورې، بیا دې وهي، بندي کوې دي او ځوروي دي.
په خپله خاوره د خپل اختیار خبره خو لا پر خپل ځای، ان دا واک هم نشته، چې د نظر غوښتنه وکړې چې دلته څه روان دي.
نو لږ فکر به کوو، ملي فکر به جوړوو، یو قام یو وطن یوو، دا یې حل دی.
که پښتانه راټول شول، نو تاسې به یې راته ښيي، چې پلانۍ ظالم دی، بیا به یې تاسې ګورئ، چې ظلم کوی شي که نه.
زیری درکوم، چې پښتانه د یووالي په لور روان دي.
احتیاط کول غواړي، یو بل ته به پېغورونه نه سره ورکوو، یو بل ته به نه وایو، چې زه ډېر ښه ته لږ ښه.
په یو ځای به سفر کوو، که تېرې خبرې سره یادوو، نو په هرچا کې به ډېر څه راووځي.
تېر به پرېدو، اوس یې وخت دی، په خاوره دې د وینو نوې لوبې را روانې دي، که غلی وې، خاموش وې نو د یو بل غصب په تمه کینئ، کېدای شي له هغه نه سخت وي.
خو ما یوه خبره ورته کړې، هیله ده د ټولو ګوندونو ځوانان په هغې کې راسره ملګرتیا وکړي، چې په دې خاوره د پنجاب دا اخره لوبه ده، نور به انشالله دلته ماتیږي.
د مومندو ضلعه پردو خلکو خپله شمېرله، چې اختیار یې زموږ دی او منظور به نه راځي؛ خو نن دوی ورته ثابته کړه چې دا زموږ خاوره ده چې څوک ورته ځي او څوک ورته راځي.
پنځه زره کاله کېږي چې موږ په دې خاوره اباد یوو، دا زموږ د نیکونو وطن دی، په خپله خاوره موږ له چانه اجازت نه اخلو، خپل وطن مو دی خپله به ورباندې ګرځوو، اختیار یې لرو.»
ډېره مننه.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance