The news is by your side.

نامالو وسله والو لکي مروت کې د خصوصي شرکت لس کارکوونکي تښتولي

خبریال وېبپاڼه: د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې نامعلومو وسله‌والو د یوه خصوصي شرکت لس کار کوونکي تښتولي دي.

ځايي پولیسو پېښه تایید کړې او ویلي، چې د تښتول شویو کاریګرو د لټون چارې روانې دي.

دغه پېښه د لکي مروت په حسن خېلو سیمه کې شوې، چېرته چې د سړکونو او لویو لارو د جوړولو چارې روانې دي.

پولیسو زیاته کړې، چې وسله والو کسانو د پولیسو یونفرم پر تن کړی وو.

ویل کېږي، دغه شرکت د پاکستان له حکومت سره سترې پروژې پر مخ وړي.

که څه هم تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په دې سیمه کې ټي‌ټي‌پي ډله فعاله ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د ناامنۍ لمن پراخه شوې او همدا تېره ورځ هم په باجوړ کې د یوې چاودنې له امله ۶ پولیس ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance