The news is by your side.

کابل ته د مولا فضل الرحمن سفر؛ موخې او زیانونه یې

خبریال وېبپاڼه: سره له دې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې، خو بیا هم د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن کابل ته سفر وکړ.
دا سفر له ټاکل شوې نېټې څو ورځې وروسته وشو او ظاهرا یې علت هم اسلام اباد ته د ملاشیرن په مشرۍ تللی پلاوی وو.
ملا شیرین چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله تر ټولو نژدې کس ګڼل کېږي، له ټي ټي پي سره هم ژورې اړیکې لري او دا چې د پاکستان حکومت وايي، طالبان د ټي ټي پي پر مشرانو زیات اغېز لري؛ نو ځکه ورسره د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم وکتل.
که څه هم د هغې لیدنې څنګلوري معلومات خپاره شول، خو اصلي کیسه بیا هم د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو زمینه برابرول وو.
له دغه سفر وروسته کابل ته مولانا فضل الرحمن سفر هم د همدې موخې لپاره شوی؛ خو باید ووایو، چې دا لومړی ځل وو چې طالبانو یو بهرني میلمه ته په دومره لویه کچه پروتوکول ورکړ.
هغه سره د طالبانو ګڼو مشرانو ولیدل او لاهم دا لیدنې روانې دي.
د یوشمېر باوري سرچینو د مالوماتو له مخې، د جمعې په ماښام د کابل په انټرکانټینټل هوټل کې د ټي ټي پي غړو، د طالبانو یو شمېر مشران او مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي، خو د دغې لیدنې په اړه په رسنیو کې هیڅ راز مالومات نه دي خپاره شوي.
له دې سره سره، چې په ظاهري ډول د پاکستان حکومت کابل ته د فضل الرحمن سفر د هغه شخصي سفر ګڼلي؛ خو فضل الرحمن د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سفر موخه یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو هوارول دي.
د طالبانو لپاره د مولانا فضل الرحمن د سفر تاوانونه:
فضل الرحمن په پاکستان کې د ای ایس ای مهم کس دی او کابل ته یې له راتګ سره سم د طالبانو له مشر سره د لیدو هیله ډاګیزه کړه، چې د طالبانو لپاره خطرناکه وه.
وروسته تر هغې د کندهار یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو خبر ورکړ، چې د طالبانو مشر فضل الرحمن سره د لیدنې وخت نه لري؛ نو دې مسئلې نور جنجال هم راپورته کړ.
که څه هم د پآکستان ځینو رسنیو د لیدلو خبرونه خپاره کړل؛ خو طالبانو ورباندې چوپتیا غوره کړې.
اوس طالبان مجبور دي، چې د دغې لیدنې د رد او یا تائید لپاره خوله خلاصه کړي، چې دواړو حالاتو کې د دوی لپاره په تاوان دی.
که طالبان له فضل الرحمن سره د خپل مشر لیدل تائید کړي، نو مالومه به شي، چې دوی د ای ایس ای تر بشپړ فشار لاندې دي؛ خو که همدا موضوع بیرته رد کړي، نو له پآکستان سره یې جنجال نور هم زیاتیږي، چې په دې صورت کې د مولانا فضل الرحمن سفر بې ګټې کېږي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان حکومت ګڼ علما افغانستان ته راغلي چې د طالبانو مشر ورسره نه دي کتلي؛ خو که له فضل الرحمن سره یې کتنه تایئد شي، نو دا به د دوی پر وړاندې د پاکستان د هغو علماوو کرکه راوپاروي، چې له فضل الرحمن سره اختلافات لري.
تر دې ور هاخوا، که دا خبره ریښتیا شي، چې دوی فضل الرحمن د ټي ټي پي له مشرانو سره کېنولی؛ نو طالبان به یو وار بیا په خپل ځان عریضه وکړي او له امریکا سره به د دوحې تړون نقض کړي.
پر دې سربېره به یو وار بیا د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې ثابتې شې، چې ویل یې په پاکستان کې بریدونه له افغانستان څخه پلانیږي او د ټي ټي پي مشران هملته دي.

د مولانا فضل الرحمن د سفر اهداف:
کابل ته د فضل الرحمن د سفر اهدافو په اړه د سیاسي چارو شنونکي تر ډېره په یوه خوله دي او وايي، چې نوموړی کابل ته د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي د ستونزو د هواري لپآره راغلی دی.
د سیاسي چارو شنونکی شاه محمود میاخیل وايي، پاکستان له ټي ټي پي سره ستونزه لري او د همدې لپآره یې فضل الرحمن کابل ته رالېږلی.
« د افغانستان طالبان د پاکستاني علماوو په ځانګړي ډول د فضل الرحمن، اکوړه خټک، تقي عثماني او نورو تر تاثیر لاندې دي، دا جوته ده، چې د پآکستان علما له ای ایس ای سره په ګډه کار کوي او د هغوی پروژې پلې کوي؛ نو دا په خپله د پاکستان نفوس په طالبانو ښي، نو ځکه دوی وخت په وخت افغانستان ته راځي او د مشکلاتو د حل هڅه کوي.
په اوس وخت کې د افغانستان او پآکستان ترمنځ ستونزه نشته، بلکې ستونز ه د ټي ټي پي او پاکستان ده؛ خو دا څرګنده نه ده، چې د افغانستان او پآکستان اختلافات ستراتییژیک دي، که تکتیکي، که طالبان خپلو پالیسو ته تغییر ورکړي، د ټي ټي پي پر ضد عملیات وکړي او د هغوی مخه ونیسي، نو دا معلومیږي، چې تکتیکي اختلافات دي او طالبان خپله د پآکستان د روان بحران د مدیرت هڅې کوي.»

 

د مولانا فضل الرحمن سفر ته غبرګونونه:

په داسې حال کې چې اوس مهال د بیان ازادي تر پښو لاندې ده، خو بیا هم په کور دننه او بهر د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو کابل ته د مولانا فضل الرحمن راتګ غندلی وو.
ډېری کسانو د ځان ساتنې لپاره د خوشال بابا هغه بیت خپروو، چې:
دا ځمکه لکه زړه داسې خوږیږي هغه وخت
چې خاوره د خوشال وي، پل مغل ورباندې ږدي
تر دې ور هاوخوا، ځینې نورو د فضل الرحمن هغه ویډیو پورته کړې وه، چې ویلي وو:« فلسطین کې ۲۱ زره کسان ووژل شول، خو افغانان لاهم د نجونو د ښوونځیو له مسئلې نه اوړي.»
په همدې حال کې د پاکستان په یو جومات کې د ایجړاګانو د ګډا ویډو هم لاس په لاس کېده او خلکو طالبان مخاطب کول، چې مولانا فضل الرحمن ولې په خپل هېواد کې د دا ډول کړنو مخنیوی نه کوي، چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر موضوعاتو خبرې کوي.

په ټوله کې کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر ښايي په کور دننه د طالب مشرانو ترمنځ هم یو لړ اختلافات راپورته کړي او ښايي هغه ډول چې تمه ده، پایلې ونه لري.
که څه هم دې سفر خو لا وار دمخه د طالبانو لپاره زیانونه راپورته کړي او په افغانستان کې یې د دوی له حکومت سره د خلکو کرکه نوره هم دوه چنده کړې؛ خو دا چې حقیقت کې پایله څه راوځي؛ هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.

ځواب ورته ورکړئ‌