fbpx

امریکا له خپل هېواد څخه ۵۳ پاکستانیان وشړل

خبریال ویب پاڼه امریکا – ۱۶ مۍ ۲۰۱۹: نن امریکایې چارواکو ویلي دي چې تېره ورځ یې ۵۳ هغه پاکستانیان له خپل هېواد څخه شړلی چې د ویزو وخت یې پوره و خو بیا هم دوی په پټه په دې هېواد کې اوسېدل.

۵۳ هغه پاکستانیان چې تېره ورځ یې امریکا د شړلو امر وکړ تېر ماښام اسلام اباد ته رارسېدلي دي چې په دې کې یوتن لاهم په امریکا کې پاتې دی د معلوماتو له مخې هغه کس د ناروغۍ له کبله په پلازمینه کې پاتې شوی او څه وخت وروسته به بېرته اسلام اباد ته رخصت شي.

امریکا څه موده وړاندې داسې پرېکړه هم کړې وه هغه پاکستانیان چې له ټاکلې مودې زیات وخت په امریکا کې تېر کړي بیا به د امریکا ویزه ورنکړل شي نو له همدې امله دا پاکستانیان بېرته د امریکا ویزه نه شي اخیستلی او د تل لپاره له امریکا څخه رخصت کړی شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي هغه پاکستاني چارواکو چې د دې ۵۳ کسانو ضمانت کړی و پر هغوی هم د امریکا ویزې بندې شوې ځکه دوی قانون مات کړی دی.

یو شمېر امریکایې چارواکي په دې ویره کې دي چې په امریکا کې په شویو ترهګریز بریدونو کې د دې پاکستانیانو لاس نه وي ځکه د دوی ویزه له څو میاشتو راهیسې ختمه شوې وه خو بیاهم په امریکا کې مېشت و.

ځیني امریکایان بیا وایې پاکستانیان باید نور له امریکې وشړل شي او نه په اسانۍ ویزه ورکړل شي ځکه په ډیری ترهګریز بریدونو کې د پاکستان لوی لاس وي او په دې هېواد کې تر ډېره ترهګریزې ډلې فعالیتونه کوي.

امریکا هم د ترهګریزو بریدونو له ویرې دا پاکستانیان پر وخت پر اسلام اباد وسپارل.