The news is by your side.

هیدربار: نړیوله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي

خبریال وېبپاڼه: د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یاد سازمان مشرې هیدربار ویلي چې پخوا هم طالبانو ښځې د اعتراضونو له کبله نیولې وې او ا وس هم وضعیت ورځ نه بلې ته خرابیږي.
هیدربار دا چاره د جدي اندېښنې وړ بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي.
هغې ویلي، ښځې او نجونې دا مهال تر ګزارونو لاندې دي او په کار ده چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
هیدر بار دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندوي چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د میرمنو نیول پیل کړي.
د طالبانو دغې کړنې په کور دننه او بهر هم توند غبرګونونه راپارولي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌