fbpx

اشتباه که غلط فهمي

د امريکا متحده ايالاتو لنډ تاريخ ته په يوې کتنې به ثابته شي چې دوى هميش په خپلو کړنو کې تېروتنې کړي او په هر نړيوال سياست کې له ماتې سره مخ شوي. دوى هميش نور د خپل ديد له زاويې کتلي او د خپل د نظر په مطابق يې نور تحليل کړي چې دا د امريکايي سياست پوهانو تر ټولو لويه تېروتنه بلل کېږي.

د مثال په توګه د سپتمبر يوولسمې نيټې څخه وروسته دوى طالبان، القاعده، حزب اسلامي او ټولو نړيوالو اسلامي ګوندونو ته په يوه نظر کتنه وکړه او ټول يې ترهګر وبلل، حال دا چې د دې جملې څخه د ډيرو اسلامي ګوندونو اړيکې د امريکې حکومت سره تر نورو ديموکراتيکو ګوندونو زياتې وې او ډير شمير د دې ګوندونو په يو وخت او بل وخت د امريکې د مالي مرستو څخه هم مستفيد شوي.

د افغانستان په نظامي ډګر کې که څه هم امريکې اتلس کاله دمخه برياوې ترلاسه کړې خو دوى په سياسي ډګر کې دومره اشتباهات وکړل چې اوس يې نظامي ډګر هم له ماتې سره مخ دى. تش په نوم ډيموکراسي، بشر حقوق، اقتصادي وده، بهتره ژوند او داسې نورې ژمنې يې په تشو شعارونو هغه وخت بدلې شوې خو افغان ولس د عمل په ميدان کي په تيرو اتلسو کلونو کې هيڅ هم ونه ليدل.

اتلس کاله دمخه همدې شير محمد ستانکزي دا غوښتنه له امريکايانو وکړه چې که فقط دوى او د دوى کورنۍ ته د دې اجازه ورکړل شي چې دوى افغانستان کې ژوند وکړي او څوک پر دوى غم غرض ونکړي، مګر د امريکايانو يو ځواب و چې ((شير محمد ستانکزيه! ته بايد ګوانتانامو ته يو ځل ولاړ شې.))

اتلس کاله دمخه د طالب نوم او نشان ختم و، رهبري شورا يې ړنګه او دوى بې سرنوشته محض د ژوندي پاتې کيدو په خاطر په يو کُنج او بل کُنج کي سره پټ و او دلته افغانستان کې د صافي غره او کولاب شغالانو ته همدې امريکايانو بي له کوم تفکيکه د قدرت واګې پر لاس ورکړې او دا داړه ماران يې (our boys) وبلل چې همدا د امريکايانو تر ټولو لويه اشتباه وه چې د يوې سترې غلط فهمۍ په رڼا کې دوى دا زهر جن شات نوش کړل.

د شمال شغالان تر هغه د امريکايانو (boys) ول تر هغو چې د ډالرو بکسونه دوى ته رسيدل او مجردي چې دا ډالر پرې ودريدل دوى د بل بادار په هڅه کې شول، او بل لوري ته (طالبان) چې محض د بقا په خاطر خوځيدل راخوځيدل او د صحنې شاوخوا ته تاويدل د سيمې د قدرتونو په نظر کې راغلل.

خلاصه:

نن طالب د سيمې د قدرتونو (روس، چين، ايران، پاکستان او ترکيې) د لاس آله ګرځيدلې، د افغانستان جګړه سيميزه ده او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون نه روس او نه چين ته د منلو وړ دى چې د قطر غونډو هم په همدې منظور رنګ رانه وړ چې امريکايانو د افغانستان څخه د خپلو نظامي ځواکونو د ويستلو انکار وکړ.

امريکايان په خصوص کې زلمى خليلزاد په دې غلط فهمۍ که و چې ممکن د حزب اسلامي امير حکمتيار صيب غوندې به طالب هم د سولې تر بيرغ لاندې د کابل حکومت تر چتر لاندې په اصطلاح سياسي تګ غوره او په دې توګه به دوى سياسي کيدو خواته ولاړ شي. د امريکايانو اشتباه دا وه چې طالبان هيڅکله سياسي نه ول او نه دوى د کوم سياسي مکتب پيروان دي، د جوړښت له ورځې رانيولې تر نن تاريخه د دوى په لاس کې ټوپک، بم، توره او د موچي تار دى، له اولې ورځې چې د دوى لاسونه د همدې درديدلي ملت په وينو سره دي تر نن تاريخه.

د حل لار:

د افغانستان روانه جګړه د افغانانو پيداوار نه بلکې سيميزه ده چې تر شا يې د (روس، چين، ايران، پاکستان او ترکيې) اوږده لاسونه دي او د دوي يواځينى هدف د امريکايي ځواکونو ځپل او امريکايي ځواکونو ته افغانستان پر دويم ويتنام بدلول دي، چې همدا هدف طالبان او ملګري يې په پوره کاميابۍ سره پر مخ وړي.

د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل هم خپل خطرناک عواقب لري چې تر ټولو لوى خطر يې د افغانستان تقسيم دى خو د امريکايي ځواکونو شتون په افغانستان کې هم د جنګ دوام دى.

د دې لپاره چې د افغانستان شخړې ته د حل جامع لار پيدا شي چې ټولو جوانبو ته د منلو وړ وي، نو تر ټولو دمخه بايد ملل متحد د ګڼو هيوادونو څخه جوړ يو لوى سوله سات ځواک افغانستان ته د سولې د (راوستو) په خاطر راوليږي او بيا بايد د ملل متحد په چوکاټ کې د سولې خبرې په داسې حال کې پيل شي چې ټول مستقيم او غير مستقيم جوانب پکې شامل وي.

ليکوال : اجمل ځاځى

Loading...