The news is by your side.

د مار چيچل

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي.
هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتيايې ستونزي لکه د چيچل شوي ځای تخريب، عصبي مشکلات، عضلي کمزورتيا، تنفسي خطرونه، د وينې بهېدو او وينې غوټه کېدو اختلالات منځ ته راوړلای شي چې کېدی شي د انسان د مرګ باعث شي.

له ناروغ سره بايد څه وکړئ؟
– مړ مار او يا هم د هغه عکسونه يا ويډيو جوړه کړئ او له ناروغ سره يې روغتون ته را وړئ تر څو ډاکټران د مار نوع و پېژني. د مار د نوعې پېژندل په درملنه کې ډير ستر رول لري. خو که مار چا مړ نکړ ناروغ يې بايد د وژلو کوښښ و نکړي کېدی شي بيا يې و چيچي.
– د پيښې وخت و ليکئ او يا يې په ياد و ساتئ.
– ټپ په پاکو اوبو او صابون و مېنځئ.
– د ناروغ او خصوصاً د هغه د چيچل شوي غړي د حرکت مخنېوی وکړئ تر څو زهر په بدن کې خپاره نشي.
– ناروغ د مار زهرو ضد درملو ( انتي وينوم) د تطبيقولو لپاره په بېړه نېږدې روغتون ته ورسوئ.

لیکنه: ډاکټر امان شمس

ځواب ورته ورکړئ‌