The news is by your side.

لغمان کې خپل منځي شخړې څلور تنه وژل شوي

خبریال وېبپاڼه: لغمان کې د خپل منځي شخړې له کبله څلور تنه وژل شوي دي.
د لغمان امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه تېرو ورځ مازیګر د علیشنګ ولسوالي په نورام قریه کې رامنځته شوې ده.
یاده پېښه د والیبال لوبه کې له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، سیمې ته طالبان پر وخت رسیدلي او د نصیر احمد په نوم هغه تن یې د قتل په تور نیولی دی.
نوموړي کس په خپل جرم اعتراف کړی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، چې هلته تېر کال د ځمکې پر سر د جنجال له کبله هم څو تنه وژل شوي وو.

ځواب ورته ورکړئ‌