The news is by your side.

امنیتي سرچینې: د پاکستان پر مهمو ښارونو د ځانمرګو بریدونو د ګواښ کچه لوړه ده

خبریال وېبپاڼه: پاکستان کې امنیتي سرچینو په مهمو ښارونو کې د ۱۷ ځانمرګو بریدونو د ترسره کېدو خبر ورکړی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا ځانمرګي بریدګر تر ډېره له ټي ټي پي سره تړلي او ښايي د اسلام اباد، راولپنډۍ، بلوچستان، خیبرپښتونخوا او یو شمېر نورو مهم سیمو کې بریدونه وکړي.
دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې پاکستان کې امنیتي شرایط تر بل هر وخت خراب شوي او روانه اوونۍ اسلام اباد کې د پوځ اړوند درې پوهنتونونه او یو شمېر ښوونځي وتړل شول.
د یادونې ده چې تحریک طالبان پاکستان ډلې تر دې وړاندې په روان کال کې د پاکستان پر مهمو ښارونو د بریدونو خبر ورکړی.

ځواب ورته ورکړئ‌