The news is by your side.

طالبان: د امنیت شورا پر پرېکړه لیک ناخوښ یو

خبریال وېبپاڼه: طالبانو د ملگرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا د افغانستان په تړاو نوي تصویب شوي پرېکړه‌لیک ته ناخوښي ښودلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیت شورا د خپلو دوو دایمي غړو”چین او روسیې” له‌خوا د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې په تړاو د وخت او وضاحت غوښتنې او له دوی سره له مشورې پرته دا پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

د دوی په وینا د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه غیر ضروري چاره ګڼل شوې.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې ” ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نږدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه‌ده اواره کړې؛ بلکې د پردیو نسخو د تحمیل له لارې يې وضعیت لا کړکېچن کړی دی. ”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د ملگرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک کې د ذکر شویو مثبتو هڅو د هرکلي خبره کړې، خو دا یې هم ویلي چې د دوی کړنلاره به د افغانستان د خلکو د نه بدلیدونکو دیني عقایدو، کلتوري ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې
د ملگرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د چین او روسیې له ممتنع رایو پرته، ۲۷۲۱ شمېره پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په کې د ښځو مشارکت، د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو د حقونو ساتنه، د افغانستان لپاره د یوه نوي استازلي ټاکل او د یوې لارې نقشې جوړېدل وړاندیز شوي دي.

بلخوا د طالبانو حکومت داسې مهال د افغانانو د ملي ګټو خبره کوي چې له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي، د ښځو په کار یې بندیز لګولی او ترڅنګ یې پر دوی تور دی چې د یوه ټول‌شموله حکومت جوړېدو پر ځای یې یوازې د خپلې ډلې کسان په ټولو دولتي ادارو کې ګمارلي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌