The news is by your side.

پاپ فرانسس: جګړه کوونکي کې دې خپل وجدان ته غوږ شي

خبریال وېبپاڼه: د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس د جګړې پر دوام خواشیني څرګنده کړې ده.

پاپ فرانسس د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ وینا کې په غزه، اسراییل، اوکراین او سوډان کې
د جګړې له کبله پر بشري مرګ‌ژوبلې خفګان څرګند کړ او د وژل شویو ارواحو ته یې دوعا وکړه.

نوموړي پرون ورځ په واتیکان کې د خپلې وینا پر مهال د اسرایلو او غزې، د روسیې او اوکراین او دغه راز سوډان او برما د جګړو یادونه وکړه.

پاپ له هغو کسانو چې همدې جګړو کې ښکېل دي غوښتنه وکړه چې خپلو وجدانونو ته غوږ کېږدي او تاوتریخوالی بس کړي.

پاپ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اسراییلو پر غزې تړانګه عملیات سخت کړي او صدر اعظم یې بنیامین نتنیاهو ویلي، چې دغه جګړه به څو نورې میاشتې هم دوام وکړي.

ځواب ورته ورکړئ‌