The news is by your side.

سیکس او د نسلونو ستره غمیزه

زیګمویډ فرویډ ویلي وو:((د کومو انساني جذباتو اظهار او سړېدل چې صورت و نه نیسي، هغه هېڅکله نه مري؛ بلکې په ژوندوني خښیږي او بیا وروسته په ډېرو بدو صورتونو او طریقو سره ظهور کوي.))
که د شاعرانو شعرونه واورو، نو زیاترو یې د وصال، جدایۍ او د عشق د بېلابېلو برخو اړوند موضوعات په خپلو شعرونو کې راخیستي دي. که په ګوګل کې پلټنه وکړو، نو د porn سایټونو زیات لیدونکي د هغو هېوادونو اوسیدونکي دي، په کومو کې چې سکس ته سالم او روا لاسرسی یو څه ستونزمن دی. که په لویو او وړو ښارونو کې وګورو، نو د ښځینه جنس پسې د زیاترو نارینو سترګې تر هغې سریښ وي، تر څو چې یې ورسره په سترګو محاوره نه وي کړي.
که زیاتره مذهبي مشران او علماو ته غوږ ونیسو، نو هغوې هم د خپلو زیاترو تقریرونو په څنډو کې د حورو ذکر کوي. که ډرامې، فلمونه، ناولونه او ورته نور ژانرونه وګورو، نو هلته هم یا ټول د عشقي اړیکو په کیسو راڅرخي او یا یې په یوه څنډه کې د جنسي او عشقي موضوعاتو اړوند صحنې پیدا کېږي.
که ورځپاڼې او مجلې ولولو، نو ډېر کله داسې خبرونه او لیکنې پکې ګورو، چې د جنسیاتو اړوند وي. یا هلک نجلۍ تښتولي، یا ښوونکې په خپل شاګرد جنسي برید کړی وي، یا کوچنیان ځورول شوي وي او حتا تر دې چې کله کله خو په قبرونو کې د مړو عزتونه هم پایمال شوي وي.
که د یوه قوم یا هېواد په یوه ستر شخصیت فلم یا ډرامه جوړېږي، نو حتمن به پکې د جنسي او د مینې اړوند اړیکو صحنې ننداره کوو. موږ به هیڅ داسې ډاکومنټري پیدا نه کړو، چې هغه دې سل سلنه د سائنس په اډانه کې جوړه شوي وي یا دې فقط د فیلسوفانو په نظریاتو مشتمله وي، بلکې د جنسیاتو او عشق اړوند خبرې به حتمن لري.
اوس که ژور فکر وشي، نو موږ له پېړیو څخه راپدیخوا په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې د یوه نارینه لپاره پکې د واده معیار د سندونو، دندې، کور، موټر، دولت او ورته نورو شیانو لرل وي. دا نارینه چې تر څو دا شیان ترلاسه کوي، د ځوانۍ عمر به یې له لاسه ورکړی وي.که په یوه ټولنه کې د نکاح کول اسانه نه شي، هلته د ناروا سکس زیاتیدل او د ټولنې ګډوډیدل حتمن رامنځته کېږي.
که چېرته دا یو روښانه حقیقت وي، چې جنسيتي ارضا کېدل یوه اهمه انساني اړتیا ده او په پوره ډول ورته سالم لاسرسی نه لرل، د ټولو کارونو د خرابیدا لامل ګرځي؛ نو موږ ولې له داسې حقیقتونو څخه انکار کوو؟
موږ به تر څو د خپل ځوان نسل ۴ ورځې ژوند، ۲ په ارمان کې او ۲ په انتظار کې تېروو؟ دا د ژوند کومه طریقه ده، چې پکې د انسان اساسي اړتیا روښانه کېدل شرم دی او پر روا پوره کېدنې یې ټولنیز قیدونه لګول شوي دي؟
اوس که موږ دا حقیقتونه منو، نو د اظهار دروازو ته یې ولې قلفونه اچوو؟ مانا دا چې منافقت کوو او کومه ټولنه چې د منافقت په تهداب ولاړه وي، فقط خپل ځان ته دروغ ویلی شي او دوکه ورکولی شي.
منټو به ویل:((زه د داسې ټولنې وګړی یم، چې زیاتره خلک یې د خپلو خواهشاتو په ځپلو کې د ثواب لټون کوي.))
پکار ده، چې انساني نسل په انساني نسل زړه خوږ کړي او د اهمو اړتیاو، جذباتو او ډیزاین شوي فطرت پوره کولو ته یې په روا لارو کې خنډونه ایجاد نه کړي او د روایت تیږې یې په لارو کې و نه غورځوي؛ بلکې دا لارې ورته اسانه او صفا کړي.

لیکنه: طارق تسل

ځواب ورته ورکړئ‌