The news is by your side.

پاکستان کې د نا امنۍ اوج؛ تېر کال ۵۰۰ پوځیان ووژل شول

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز ویلي، چې تېر کال د پاکستاني پوځیانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
یادې ادارې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال په ټول هېواد کې نږدې زر تنه په «ترهګریزو» بریدونو کې وژل شوي دي، چې ۵۰۰ یې پوځیان دي.
راپور کې راغلي، چې تېر کال په وسله والو بریدونو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی او تر ټولو زیاتې پېښې بیا خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوې دي.
د یادو پېښو مسؤلیت تر ډېره ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو منلی دی.
سره له دې، چې په خپاره شوي راپور کې د ټولو پېښو تفصیل نه دی ورکړل شوی، خو ویل شوي، چې زیات بریدونه په خیبر پښتونحوا کې شوي دي.
د یادونې ده، چې پاکستاني چارواکو تل تور پوری کړی، چې پز دوی بریدونه له فرضي کرښې هاغاړه پلان کېږي، خو افغان طالبانو تل دا تورونه بې اساسه بللي دي.
پاکستان کې تېر کال د بریدونو زیاتوالي خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په پام کې ده، ټي ټي پي سږکال پاکستان کې د جګړې شدت څو چنده کړي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance