The news is by your side.

کرزی: د امنیت شورا د پرېکړه لیک هرکلی کوم

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له وروستي پرېکړه لیک هرکلی کړی.

کرزي پرون په خپله ایکسپاڼه لیکلي”لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک او د سرمنشي په ځانګړي راپور کې راغلي، ملي هوکړه او د خلکو د ارادې تمثیل د دایمي سولې او ثبات د راتللو لاره ده.

نوموړي یو وار بیا د نجونو او هلکانو په تعلیم او د ټولنې په ټولو چارو کې د ښځو ونډه د هېواد د پرمختګ تضمین بللی دی.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ خپل پرېکړه لیک کې د جنسیت او بشري حقونو په برخه کې افغانستان ته د یوه ځانګړي استازي د معرفي کولو غوښتنه کړې ده.

په پرېکړه لیک کې د افغانستان له ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ملي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو په ملاتړ هم ټینګار شوی دی.

بل لور ته طالبانو بیا د ملګرو ملتونو دا پرېکړه لیک رد کړی او ویلي یې دي چې د یوناما یا د ملګر ملتونو د استازولۍ په موجودیت کې د بل استازي لېږل اړین نه دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance