The news is by your side.

جاپان کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۶۲ ته ورسېد

خبریال وېبپاڼه: په جاپان کې د دوشنبې ورځې زلزلې او وروستیو ټکانونو له کبله یې د مړو شمېر ۶۲ ته پورته شوی دی.

د جرمني ‘ډي‌پي‌اې’ خبري اژانس د جاپاني رسنیو په حواله ویلي، چې دغه کسان په تر ټولو ځپل شوې سیمه ایشیکاوا کې وژل شوي دي.

خبر کې وړاندې راغلي چې د ژغورنې ټیمونه لا هم تر خاورو لاندې د احتمالي بندو پاته شویو کسانو پلټنه کوي.

د جاپان د ساحل لوېدیځه برخه د دوشنبې په ورځ د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه شپږ درجې زلزلې ولړزوه او د چارواکو په خبره تېرو دوو ورځو کې له شلو زیات نور ټکانونه رامنځته شوي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance