The news is by your side.

پر محسن داوړ شمالي وزیرستان کې وسله‌وال برید شوی

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د قومي اسمبلۍ پر پخواني غړي او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ شمالي وزیرستان کې وسله وال برید شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پر داوړ نن په ټپي سیمه کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی، چې نوموړی ترې روغ وتلی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د هغه په موټر پر له پسې ډزې شوې؛ خو دا چې موټر زرې و؛ نو نوموړي ته په کې زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د انتخاباتو پر مهال پر نوماندانو دغه ډول بریدونه پاکستان کې معمول خبره ده.
همدا څو ورځې وړاندې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم له یوه وسله وال بریده روغ ووت.
نوموړی دېره اسماعیل خان ته پر لاره و، چې پر موټریز کاروان یې ډزې وشوې.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance