The news is by your side.

ایران کې چاودنو ۵۳ تنه وژلي

خبریال وېبپاڼه: ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د سپاه پاسدران د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې دوو زورورو چاودنو لږ تر لږه ۵۳ تنه وژلي دي.

دغه چاودنې نن د ایران په کرمان ښار کې شوې دي.

ایرانۍ رسنیو په دغو چاودنو کې د لسګونه نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د ایرنا خبري اژانس ویلي، چې لومړنۍ چاودنه د سلیماني قبر ته په ۷۰۰ متري واټن او دویمه هغه یې په یو کیلو متري واټن کې شوې ده.

د یادونې ده، چې قاسم سلیماني چې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب د قدس ډلې قومندان و، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ځواب ورته ورکړئ‌