The news is by your side.

روغتيا زيانمنوونکي خواړه

ايا تاسو پوهېږئ د روغتيا لپاره مضر خواړه کوم دي؟ د يو عام شخص لپاره دا مالومول ستونزمن دي چې دا خواړه د روغتيا لپاره ښه دي که نه؟ په اوس وخت کې په نړۍ کې داسې خواړه زيات دي چې د روغتيا لپاره ښه نه دي.
د امريکا (هارټ ايسوسيشن) په حواله، د روغتيا لپاره هغه خواړه ښه نه دي چې پروسس کېږي، لکه (فاسټ فوډ) يا چټک چمتو شوي او پاکټي خواړه.
پ ډېرو پروسس شويو خواړو کې ګټور مواد لکه (وټامنونه، منرلونه او انتی اکسايدونه) ډېر کم وي، خو د معدې لپاره نامناسب شيان لکه، مالګه، مرچ، بوره او ځينې نور شيان په کې ډېر کارول شوي وي.
پروسس شوي خواړه لکه، د الوګانو چپس، پاکټي چپس، خواږه کېکونه، مټايانې او ځينې نور چټک چمتو شويو خواړو ته ويل کېږي.

هغه څه دي چې خواړه د روغتيا لپاره مضر جوړوي؟
د امريکا (هارټ ايسوسييشن) په خبره، د پخولو طريقه او په هغې کې شامل مواد خواړه د روغتيا لپاره مضر جوړولای شي. لکه: مالګه، بوره، مرچ، غوړي او شهميات هغه شيان دي چې خواړه مضر جوړوي.

له مالګې او بورې څخه ځان ساتنه:
د (امريکا هارټ ايسوسييشن) په حواله، په کومو خوراکونو کې چې مالګه او بوره ډېره کارول شوې وي، هغه د زړه ، فالج او شکر ناروغۍ سربېره نورې ناروغۍ هم رامنځته کوي.
د زړه د ښې روغتيا لپاره په (۲۴) ساعتونو کې بايد له (۱۵)سوه ملي ګرامه مالګې او (۶) کاشوغې بورې څخه زیات کارول نه دي په کار.

له ناوړه خواړو څخه ځان څنګه وژغورو؟
د پروسس شويو خوړو ټاکنه په فکر او غور سره وکړئ.
د زياتې مالګې درلودونکو خوړو څخه ځان وساتئ، کم وازده درلودونکې غوښه وخورئ، هېڅکله ډوډۍ خوړل مه پرېږدئ، ځکه بيا مو زړه غواړي مالګين او خواږه شيان وخورئ.
د جرمني (بون) پوهنتون په يوه څېړنه کې په ډاګه شوې چې (فاسټ فوډ) يا ذخيره شوي خواړه د بدن دفاعي سيستم دومره کمزوری کوي لکه يوې لويې ناروغۍ چې ځپلي ياست.
په څېړنه کې ويل شوي چې ډېری وختونه د (فاسټ فوډ) خوړلو له امله د بدن دفاعي سيستم کرويات د وخت په تېرېدو سره جدي بڼه اختياروي چې له امله يې د ځينو لويو ناروغيو خطر ډېرېږي.
فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance