The news is by your side.

د شکر ناروغانو لپاره ګټورې وچې مېوې

شکر داسې يوه ناروغي ده چې ناروغ يې تل په دې اندېښنه کې وي چې کومه غذا وخوري او کومه نه؟ دې ناروغانو ته په غذايي رژيم وي که ورزش په هر څه کې احتياط ډېر مهم دی، نن درته د هغو مېوو په اړه مالومات درکوو چې دې ناروغانو ته ډېرې ګټورې دي.

د ميوو کارول ګټور دي که زيانمن؟:
د شکر ناروغانو لپاره د مېوو کارولو په اړه د طبپوهانو نظرونه بېلابېل دي.
ځينې طبپوهان وايي چې د شکر ناروغان دې له وچو مېوو څخه ځان وساتي، ځکه دا وچه شوې مېوه وي او د تازه مېوو په پرتله په کې اوبه هم کمې وي، له همدې امله په وچو مېوو کې د تازه مېوو په پرتله غذاييت او منرالونه کم شوي وي.
بله ډله طبپوهان بيا وايي چې د سخت زړو درلودونکې مېوې د انسانانو روغتيا ته ډېره ګټه رسوي.
د کاناډا ټورنټو پوهنتون څېړوکو د يوې څېړنې له مخې وچه مېوه هغو ته وايي چې زړي يې سخت وي، چې په انګرېزۍ کې ورته (Nuts) وايي، په دې کې هغه مېوه نه ده شامله چې يو ځل وچېږي او بيا کارول کېږي، بلکې موخه يې هغه مېوې دي چې له امله وچې وي او زړي يې سخت وي. د څېړونکو په وينا وچه مېوه د شکر ناروغي کنترول ساتي، د دې مېوو د پرلپسې خوراک څخه په وينه کې د شکر او کولېسټرول اندازه کنټرولېږي.

بادام:
بادام له غذایيت څخه ډکه وچه مېوه ده، چې وټامن، پروټين او منرالونه په کې زيات دي. طبپوهان وايي چې د شکر ناروغان بادام پرته له اندېښنې او سوچ کولو خوړلای شي، د امريکايي پوهنتون څېړونکي وايي چې بادام د شکر ناروغي او کوليسټرول اندازه کنټرول ساتلو کې زياته مرسته کوي.
د څېړونکو په وينا، هره ورځ (۶) بادام خوړل د شکر سطحه کموي، په يوه څېړنه کې دا هم په ډاګه شوې چې بادام د بدن ګلوکوز او انسولين اندازه کنټرولوي.

غوزان:
طبپوهان وايي، غوزان له ميګنيشيم، فايبر، اومېګا تري فيټي اسید او لاينو لېنک اسيد څخه ډکه وچه مېوه ده، دوی زياتوي په غوزانو کې ويټامن ای، فولک اسيد، زېنک او پروټين شامل دي، چې د ولږې له منځه وړلو تر څنګ، د کيلوري سره سره د بدن توانايي او ځواک هم زياتوي، چې فايبر او پروټين د ولږې اشتها ختموي او د وينې شکر کنټرولوي، د پوهانو په وينا هغه څوک چې هره ورځ غوزان خوري، د دوی د انسولين اندازه به تل متوسطه وي.

پسته:
طبپوهان د شکر ناروغانو لپاره پسته هم ډېره ګټوره بولي، د دوی په وينا پسته د انسولين او ګلوکوز کار ښه کوي. د (اسپين) هېواد طبپوهانو په يوه څېړنه کې ښودلې چې پسته د شکر تر څنګ نورو ډېرو ناروغيو د مخنيوي او کنترول لپاره ګټوره ده.

کاجو:
په کاجو کې د نورو خوراکونو په پرتله غوړزي ډېره کمه ده.
د دې تر څنګ په کاجو کې داسې قدرتي اجزاوې شاملې دي چې په وينه کې موجود انسولين د عضلاتو په سورو کې جذب کولای شي، د دې تر څنګ په کاجو کې (ايکټو کمپاونډز) هم شته چې شکر لوړېدو ته نه پرېږدي او په کاجو کې شته (پوټاشيم) د بدن شکر اندازه کنترول ساتي.

موم پلي:
په برتانوي جريد (جرنل اف نيوټريشن) کې د خپور شوي تحقيق له مخې د دويم قسم شکر ناروغانې ښځې که په سهار ناشته کې د پليو د شيرې څخه ګټه واخلي، نو له (۸) څخه تر (۱۲) ساعتونو پورې د ګلوکوز اندازه متوسطه کېږي او ولږه هم کنټرولوي.
په سهار ناشته کې د موم پلي خوړل د شکر ناروغانو لپاره ډېره ګټوره پايله لرلای شي.
يادونه: دا ليکنه د لوستونکو د مالوماتو د زياتولو لپاره ده، د شکر ناروغان مخکې له دې چې له وچو مېوو ګټه پورته کړي خپل معالج ډاکټر سره دې يو ځل مشوره وکړي.

فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance